You are here

لوړو زده کړو وزیر ژوند لیک

د جلالتماب پوهنمل دوکتور نجیب الله خواجه عمري، لڼده پېژندنه

پوهنمل دوکتور نجیب الله ( خواجه عمري) د حبیب الله (خواجه عمري) زوی، په ۱۳۳۴ کال کې د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ په یوې روڼ انده کورنۍ کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړه یې په سید جمال الدین افغان ښوونځي کې، منځنۍ زده کړې یې د حبیبیې لېسه کې او عالي زده کړې یې د کابل په ثانوي تخنیک عالي لېسه کې پای ته رسولې دي او په ۱۳۵۳ کال کې د کابل پوهنتون انجینرۍ پوهنځي ته شامل شو.

دوکتور خواجه عمري له انجینرۍ پوهنځي څخه تر فراغت وروسته په ۱۳۵۷ کال کې د کابل پوهنتون د انجینري پوهنځي کادري غړی شو چې تر ۱۳۷۰ کاله پورې یې په یاد پوهنځي کې د پوهنملۍ علمي درجې په درلودلو سره د استادۍ سپېڅلې دنده پرمخ یوړه.

ښاغلي خواجه عمري په ۱۳۷۲ کال کې د هندوستان هېواد د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (IIT-Delhi) څخه ماسټرۍ تر لاسه کړه او وروسته په پېښور کې د دعوت اوجهاد پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د استاد په توګه وټاکل شو.

ښاغلي خواجه عمري په ۱۳۷۷ کال کې د اسیا پراختیایي بانک د یوه بورس له لارې هندوستان هېواد ته واستول شو او له (IIT-Delhi)  ټکنالوژۍ انسټیټیوټ څخه یې د مېخانیک انجینرۍ په برخه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ چې اوسمهال د (دوکتورا) تحصیلي سویې ویاړ لري او د پوهنملۍ علمي درجې درلودونکی دی.

دوکتور نجیب الله ۳۵ کاله د نړیوال بانک، اسیا پراختیایي بانک، USIAD او GIZ  موسسو سره د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې، پراختیا او متوازن پرمختګ په برخه کې کار کړی او د پام وړ لاسته راوړنې یې لرلې دي.

دوکتور نجیب الله د مدیریتي مهارتونو( د پراختیایي پروژو د مدیریت او د تخنیکي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په برخه کې د پراخې تجربې څښتن دی او په دې برخه کې یې په لوړو دولتي پوستونو کې یې د خپل هېواد لپاره ډېر خدمتونه کړي دي.

له کابل پوهنتون څخه د علمي کادري او تدریس سند درلودل، د پوهنې وزارت د مسلکي او تخنیکي عمومي تعلیماتو ستر سلاکار او رئیس، د افغان تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ(ATVI) رئیس، د افغانستان لپاره د سناپ ادارې او د پروژې د لېډر په توګه د قابلیتونو د تثبیت ادارې او د قابلیتونو د تثبیت طرحې رئیس، د ټولګټو، کار او ټولنیزو چارو وزارت د ستر سلاکار او د ټاپي پروژې د تخنیکي سلاکار په توګه د ښاغلي نجیب الله خواجه عمري هغه فعالیتونه دي چې په تیره موده  کې یې ترسره کړي دي.

دوکتور نجیب الله همدارنګه د افغانستان د انجینرانو او مهندسانو، کاتب پوهنتون، د امنا پلاوي او د فیروزکوه انسټیټیوټ د مدیره پلاوي غړی هم پاتې شوی دی.

ښاغلی خواجه عمري د دوکتورا علمي درجې(phD)  په لرلو سره  د ګران هېواد(افغانستان) لپاره درې لسیزې خدمتونه کړي دي، له همدې کبله د هېواد د بیا رغاونې او ابادۍ په برخه کې یو اغېزمن شخص کڼل کېږي.

د دوکتور نجیب الله تر ۱۸ ډېر علمي اثار د نړۍ په معتبرو ورځپاڼو او مجلو کې خپاره شوي دي چې د نوموړي د علمیت او تخصص څرکندونه کوي.

 په تدریسي چارو کې پوهه، تخصص او تجربه لرل، له نوې تکناوژۍ سره بلدتیا، د دمسلکي ظرفیت لوړونې، د تخنیکي تعلیماتو پراختیا او د رغنیزو پروژو مدیریت د ښاغلي خواجه عمري نورې غوره ځانګړتیاوې تشکیلوي.

 دوکتور نجیب الله د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۳۵ کاله کار او هڅې کړې دي او په دغه موده کې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لس ګونه ودانیزې پروژې، چې د نړیوالو بنسټونو او افغان دولت په مرسته تمویل شوې دي او همدارنګه د هېواد په ځینو سیمو کې یې د لس ګونو نورو ودانیزو پروژو د بنسټ ډبرې هم اېښې دي.

دوکتور خواجه عمري یو متفکر، منظم، ژمن، ریښتینی، شنونکی او ملي شخص دی چې د هېواد دښېرازۍ، پراختیا او متوازن پرمختګ پرته، بله انګېزه نه لري.