لوړو زده کړو وزارت د کابل زون له شاوخوا ۳ زره علماء کرامو څخه د عالميې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې دویم پړاو ازموینه واخیسته.

nasir_admin
جمعه ۱۴۰۳/۶/۱۶ - ۱۳:۳۸
Exam 1

 

نن لوړو زده وزارت په کابل پوهنتون کې د کابل زون هغو علماء کرامو څخه د عالميې مرحلې (ماسټري) اسنادو اروزنې ازموینه واخیسته، چې د ۱۴۴۵هـ ق کال د شعبان میاشتې له ازموينې څخه پاتې وو او یا یې تر هغې وروسته دې ازموینې ته نوملیکنه کړې وه. 

له یادې ازموینې څخه د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي او د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست مسؤلینو جدي څارنه کوله او ټولو ګډونوالو ته یې د ازموینې د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ. 

نېټه: جمعه

۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الال ۴مه

۱۴۰۳هـ.ش، د سنبلې ۱۶مه

۲۰۲۴م، د سپټمبر ۶مه

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست د مرکزي پوهنتونونو شاوخواه ۵ زره محصلینو څخه د «تعلیم الاِسلام» د کتاب لوستنې سیالۍ ازموینه واخیسته. 

 

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست له لوري د کابل، کابل طبي، کابل پولي تخنیک او کابل ښوونې او رزونې پوهنتونونو له شاوخواه ۵ زره محصلینو څخه د «تعلیم الاِسلام» د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۷:۴۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو رسمي سفرونو په لړ کې بامیان ولایت ته سفر وکړ. 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د یاد سفر پر مهال د بامیان پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په غور لوړو زده کړو مؤسسه کې څو بېلا بېلې پروژې پرانیستې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غور ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، د غور لوړو زده کړو مؤسسې ۱۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا، د کیمیا، فزیک، بیولوژي او ریاضي څانګو. . .

BACK TO NEWS