فرنیچري تجهيزاتو پروژې اعلان

naser_admin
54684521500021

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه ټول هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي؛  ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د فرنیچري تجهيزاتو پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبي کې ګډون وکړي او دیادې پروژي شرطپاڼه د (۵۰۰) افغانیو په بدل کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مالي او داري معاونیت اړوند د تهیه او تدارکاتوعمومي مدیریت څخه په هارډ  بڼه تر لاسه کړي، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د درج شويو ځانګړتیاوو په نظر کې نیولو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق په سر تړلي ډول سره د اعلان د خپریدو له نیټې څخه د ۱۴۰۳ کال د جدي میاشتي د (۲) نیټې د سهار تر (۱۰) لسو بجو پورې میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې ریاست ته  وړاندي کړي.  یادوني:  ۱. تر یادي نیټې وروسته آفرونه او د انټرنیټ له لاري را رسیدلي آفرونه د منلو وړ نه دي. ۲. د یادونې وړ ده چي د آفر پرانیستلو غونډه د پوهنتون په ریاست کې د (۱۴۰۳/۱۰/۲) نیټې په (۱۰بجې) مخکي له غرمي ترسره کیږي.  ۴. د آفر تضمین د بانګي ګرنټي خط په بڼه (۴۵۲۰۰) پنځه څلویښت زره دوه سوه افغانۍ ټاکل شوی دی.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements