د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامې د نوم ليکنې خبرتیا !

nasir_admin
dsfds

ټاکل شوي د کابل پولي تخنيک پوهنتون د افغانستان لوړو زده کړو وزارت د اکاډميک تقويم مطابق او د ياد پوهنتون د فوق لېسانس بورډ د پرېکړې پر بنسټ د ۱۴۰۱هـ ش کال د خزاني طاق سمسټر د ماسټرۍ برنامو لپاره، د کانکور ازموينې ورکولو وروسته نوي محصلين قبلوي، د نوم لېکنې پروسه د ۱۴۰۱ هـ ش کال د ميزان له ۱۰مې نېټې شروع او د عقرب(لړم) میاشتې تر ۱۵مې نېټې پوري هره ورځ دوام لري.
داوطلبان کولای شي، چې د نوم لېکنې په موخه د یاد تاريخ شروع څخه د کابل پولي تخنيک پوهنتون ته مراجعه وکړي، او د نوم لېکنې فورم د یادو شرايطو پر بنسټ د لاندې ادرسونو څخه ترلاسه، د ډکولو او پوره کولو وروسته بېرته اړونده مرجع ته وسپاري.
د ماسټرۍ برنامې نوم:                    د نوم لېکنې ځای
۱ـ هایدروتخنيکي او هایدروليک ساختمانونه    ـ   د هایدروليک ډيپارټمنټ، د لابراتوار ودانۍ، اول پوړ ۱۲۴نمبر اطاق
۲ـ ساختماني انجنیري         ــ        ساختماني پوهنځي، د لابراتوار ودانۍ، دويم پوړ ۲۰۵نمبر اطاق
۳ـ د کانونو د سپړنې انجنيري        ــ        د لابراتوار ودانۍ، درېيم پوړ، ۳۲۶نمبر اطاق
۴ـ تعمیراتي مهندسي        ــ    د ساختماني پوهنځي شاته، د لابراتوار ودانۍ، دويم پوړ، ۲۰۵ نمبر اطاق    
۵ـ ساختماني انجنيرۍ مديریت    ــ    د ټرانسپورټي ساختمانونو پوهنځی، د ليليې بلاکونو شاته، د بخار خانې ودانۍ، اول پوړ.
۶ ـ د ټرانسپورټي ساختمانونو انجنيري.
۷ـ د سروي انجنيرۍ مديريت     ـــ        د لابراتوار ودانۍ، دويم منزل، ۴۳۵نمبر اطاق.
۸ـ د پلان او ښار جوړونې مديريت     ــ        ساختماني پوهنځي، د لابراتوار ودانۍ، دويم پوړ ۲۰۵نمبر اطاق
۹ـ د کيمياوي صنايعو انجنيري       ـــ        د لابراتوار ودانۍ، درېيم پوړ، ۳۱۹ نمبر اطاق

د نوم لېکنې پر مهال اړين اسناد:
•    د لېسانس ډيپلوم کاپي
•    د ټرانسکريپټ کاپي
•    د انګليسي ژبې یو کلني سند کاپي
•    د تابعيت تذکري کاپي
•    ټول اسناد باید قانوني طی مراحل شوي اوسې
يادونه: د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو اړيکه ونېسئ!
( ۰۷۹۳۵۷۷۲۳۴    ــ    ۰۷۹۹۸۵۹۳۳۲ )

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۶:۰
Background image

د کابل طبي ( ابو علي ابن سينا) پوهنتون قرارداد ورکونې د پرېکړې خبرتیا !

موضوع : د ۱۴۰۱ مالي کال  لپاره د کابل طبي (ابو علي ابن سينا) پوهنتون ریاست د  66 قلمه قرطاسيه باب او د پاکولو اړينو توکو پروژې قرارداد د تړون خبرتیا.

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۵:۱
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د قرار داد د تصمیم نیونې خبرتیا!

په دې توګه د تدارکاتو قانون د 43 مادې د (2) فقرې سره سم ټولو خلکو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون ریاست په پام کې لري د (د ژورې څاه کیندلو او د دې پوهنتون د اوبو رسولو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۴:۳۷
Background image

د هېواد د پوهنتونونو د کانونو او جیولوجي، ځمک پېژندنې او چاپیریال ساتنې پوهنځيو اړوند ډيپارټمنټونو د تحصيلي نصاب د پراختيا او بیا کتنې دوهمې دورې کلستر خبرتیا!

ټاکل شوې ده، چې د هېواد د پوهنتونونو د کانونو او جیولوجي، ځمک پېژندنې اوچاپېریال ساتنې پوهنځيو اړوند ډيپارټمنټونو د تحصیلي نصاب دوهم پړاو کلستر دوره، لوړو زده کړو وزارت د کنفرانسونو په . . .

Back to announcements