د کابل طبي علومو «ابو علي ابن سینا» پوهنتون د تړون خبرتیا
Publish Date
Closing Date
موضوع: د کابل طبي علومو «ابو علي ابن سینا» پوهنتون د ریاست او دغه ریاست د تدریسي کلینیکونو بیارغونې او ساتنې او رنګولو پروژه.
د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکولو کېږي چې د کابل طبي علومو «ابو علي ابن سینا» پوهنتون په پام کې لري چې د کابل طبي پوهنتون د ریاست او د دغه ریاست تدریسي کلینیکونو بیارغونې او ساتنې او رنګولو پروژې تړون له ولید الیاس ساختماني شرکت سره وکړي چې ټولیزه بیه یې (۶۹۸۵۱۵۰) افغانۍ کېږي.
حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري کولای شي خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم کابل طبي علومو پوهنتون ریاست ته وړاندې کړي چې د کابل په کارته سخي سیمه کې موقعیت لري.
دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.