د هرات پوهنتون د شرعياتو او حقوقو له پوهنځيو ۱۰۰ تنه فارغ التحصيلان وستايل شول

baqir_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۰:۴۱
a

د هرات پوهنتون له حقوقو او شرعياتو پوهنځيو څخه هغه ۱۰۰ تنه فارغ التحصيلان چې د سترې محکمې په يو دېرشم قضايي ستاژ دوره کې بريالي شوي وو وستايل شول.

په دې دوره کې له ۹ زره ډېرو سيالي کوونکو ګډون کړی و چې د هرات پوهنتون د ۱۰۰ تنه فارغينو په ګډون ۳۰۰ تنه قضايي ستاژ ته بريالي شول.

د دې ستاژرانو د تقدير په محفل کې، د هرات پوهنتون رييس پوهنوال دوکتور عبدالله فايز، د قضايي ستاژ برياليو ته مبارکي وویله او په قضايي ستاژ کې يې د هرات پوهنتون د ۱۰۰ تنو محصلينو بريالي کېدل د دې بنسټ له پاره لويه لاسته راوړنه وبلله.

پوهندون عنايت الله صديقيار د احاديثو او ایتونو په استناد سره ځوان قاضيان عدالت کولو ته وهڅول او همداراز يې د هرات پوهنتون په شرعياتو او اسلامي علومو پوهنځي په چوکاټ او د فقهې او قضايي علومو په څانګه کې د ماسټرۍ د پيل کېدو زېری ورکړ.

د هرات ولايت د استيناف محکمې د رياست استازي قضاوتمند محمودالحسن روحاني ستاژرانو ته د دې بريا مبارکي وويله او هغه يې د استادانو د زړه سوي وړ زحمتونو پايله وبلله.

ورپسې د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس څارنمل خواجه عبدالحق احمدي، د هرات ولايت د عدليې رييس پوهيالي سيد غلام‌احمد رحماني، د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد پوهنيار نصيراحمد صالحي او په لويديز زون کې د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې د نمايندګۍ رييس احمد رفيع نادري برياليو ستاژرانو ته د بريا د مبارکۍ تر څنګ د ستاژ د دې دورې په بريا کې د هرات پوهنتون د استادانو او حقوقي کلينيک کليدي رول د ارزښت وړ وباله.

په پای کې د دې دورې برياليو ته د يادګار په توګه د عدالت مډالونه ډالۍ کړل شول.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۴:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د پروان پوهنتون څخه لیدنه وکړه. 


د یاد پلاوي مشري د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې رئیس ډاکټر حمیدالله مزمل کوله، نوموړي پلاوي د دغه پوهنتون له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه.
ياد پلاوي د پروان پوهنتون د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۴:۱۶
Background image

د ابراهيم النخعي رحمه الله جامعې د افتاء او قضاء تخصص لپاره د فاضلانو د شمولیت ازموینه واخیستل شوه.


د کندهار د ابراهیم النخعي جامعې ریاست د افتاء او قضاء څانګې لپاره له ۱۸۰ فاضلانو آزموینه واخیسته، چې له یادو فاضلانو به ٦٠ تنه جذب شي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د یادې جامعې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۳:۵۹
Background image

د عبدالله بن مسعود رضی‌الله‌عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص لپاره د فاضلانو د شمولیت ازموینه واخیستل شوه.


د عبدالله بن مسعود رضی‌الله‌عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص لپاره تحریري ازموینه د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست او د یادې جامعې له لوري په کابل پوهنتون کې. . .

BACK TO NEWS