د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استادانو ته دیني- علمي سیمینار دایر شو.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۵:۵۴
Sfghfddg

 

یاد سیمینار، چې دوه ورځې به دوام وکړي، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او ننګرهار پوهنتون په همغږۍ جوړ شوی، چې د ننګرهار پوهنتون او د ننګرهار ولایت د شپږو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو نږدې زر تنه استادان او د علمي کادر غړي په کې برخه لري. 

د سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون او د ننګرهار ولایت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د مشرتابه او استادانو سربېره د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، سلاکار او د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلینو او علما کرامو برخه لرله. 

په دغه سیمینار کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په خپلو خبرو کې د بهرني کلتوري یرغل د مخنیوي او د محصلینو او ځوانانو د فکري روزنې لپاره د دغه ډول سیمینارونو دایرول مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې د فکري روزنې د بحثونو لړۍ باید پوهنځیو او صنفونو ته وغځېږي.

دوکتور خیرخواه زیاته کړه: « زموږ پوهنتونونه باید د مسلکي زده کړو تر څنګ د ټولنې او انسانیت د ژغورنې په مرکزونو بدل شي.» 

همداراز د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د یاد سیمینار په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او هغه یې د پوهنتونونو او دیني مدارسو او په ټوله کې د دیني او عصري علومو د نږدیوالي لپاره اړین وباله.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه مننه وکړه او په راتلونکې کې يې د ورته نورو سیمینارونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت مقام سلاکار شیخ عبدالله سیحان، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د خصوصي پوهنتونونو په استازیتوب د روښان لوړو زده کړو موسسې رئیس فاتح ګل شینواري د غونډې نور ویناوال وو، چې د یاد سیمینار په دایرېدلو یې خوښي وښوده او په راتلونکې کې یې د ورته سیمینارونو په جوړېدلو تاکید وکړ.

د سیمینار په دویمه برخه کې د ننګرهار د علماوو او متنفذینو شورا رئیس شیخ الحدیث حضرت جان او د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد شیخ الحدیث ضیاءالله حکیمي د (د ټولنې په جوړښت کې د ښه نیت او اخلاص اغېز) او (د بریالي استاد صفات او وظیفوي امانتداري) تر سرلیکونو لاندې موضوعات ارایه کړل او د اړوندو موضوعاتو په اړه یې د ګډونوالو استادانو پوښتنې ځواب کړې.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۵:۴۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصميم نېونې خبرتیا!

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (43) مادې د (2) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د وزارت مرکزي دفترونو لپاره د اړتیا وړ د ټکنالوژي وسایلو د تهیه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۱:۱۸
Background image

خبرتیا !

دلوړو زده کرو وزارت اړوند د عبدالله بن مسعود(رض) جامعه په پام کې لري، چی د (۱۴۰۲)لمریز کال تخصص فی الافتاء والقضاء څانګې لپاره نوي فاضلان جذب کړي.
علاقمندان کولای شي له چهارشنبه (۲۰/۲ . . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۵:۵۳
Background image

د هېواد پوهنتونونو د فوق لېسانس برنامو انجنيرۍ او کرنې پوهنځيو تحصيلي نصاب بیاکتنې او پراختيا لومړي پړاو کلستر خبرتيا !

د وزارتونو او دولتي او خصوصي پوهنتونونو هغه علمي کادري غړو کوم چې د ګډون کونکو په نوملړ کې شامل دي، د هېواد پوهنتونونو د فوق لېسانس برنامو انجنيرۍ او کرنې پوهنځيو تحصيلي نصاب بیاکتنې او . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۰:۴۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زیربنا ریاست له لوري د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په همکارۍ یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د دغه وزارت موټر چلوونکو ته د ترافیکي اصولو او مقرراتو د زده کړې په موخه پیل شو.

دغه ورکشاپ چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په همکارۍ د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیر بنا ریاست له لوري په لاره اچول شوی و، د دغه وزارت د مرکزي ادارو، پوهنتونونو او تدریسي روغتونونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۶:۴۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معنیت شورا ناسته د دغه وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ ترسره شوه.

د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته د دغه وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین په. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر سره وکتل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د چین له سفیر سره په لیدنه کې د صنعت، تجارت او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو په برخه کې د چین د مرستو ستاینه وکړه. نوموړي د افغانستان او چین تر منځ د ښو اړیکو. . .

BACK TO NEWS