د لوړو زده کړو وزیر د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون له غړي سره وکتل

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۰:۳۲
ل

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون له غړي عبدالله شفاهي سره ولیدل.

د دغې لیدنې موخه له اساسي قانون څخه د تحصیلي بنسټونو د خبرولو پروګرامونو جوړولو څرنګوالی، د سیمینارونو او ورکشاپونو جوړول او په درسي نصاب کې د اساسي قانون په اړه د مضمونونو شاملول وه.

په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر له دولتي ادارو سره د دغه وزارت ګډو پروګرامونو او په بېلابېلو ادارو کې د تحصیلي بنسټونو علمي کادرونو غړو له تجربو څخه ګټې اخیستلو په اړه معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، چې د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کمېسیون د نورو همکاریو تر څنګ کولای شي چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو زدکړیالانو ته د عملي کار لار هواره کړي

د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کمېسیون غړي عبدالله شفاهي هم د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د اساسي قانون د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او د دغه کمېسیون او لوړو زده کړو وزار تر منځ یې د ګډو همکاریو په اړه د هوکړې پر لاسلیک ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۱:۲۲
Background image

د چاپېریال ساتنې نړیواله اوونۍ په شېخ زاید پوهنتون کې ونمانځل شوه

شېخ زاید پوهنتون کې د کرنې پوهنځي او د چاپېریال ساتنې ریاست لخوا په ګډې همغږۍ ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي په پیلیزو خبرو کې زیاته کړه، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۱:۱۵
Background image

البیروني پوهنتون بیا عادي حالت ته د راګرځېدلو لپاره د بحران مدیریت تدابیر پلي کېږي

د البیروني پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنې وروسته د علمي کادري او اداري غړو تر منځ ژور خفګان رامنځته شوی.

نو د حالاتو د مدیریت او ژر تر ژره عادي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۸:۴۴
Background image

د قزاقستان هېواد د لېسانس دورې بورسیې رقابتي ازموینه نن په لوړو زده کړو وزارت کې واخیستل شوه

د افغانستان او قزاقستان هېواد لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ د قزاقستان هېواد هر کال د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه ۳۰ تحصیلي بورسونه د لوړو زده کړو وزارت. . .

BACK TO NEWS