You are here

د لوړو زده کړو وزیر جلالتمآب پوهنمل دوکتور نجیب الله خواجه عمري لنډه پیژندنه

الحاج پوهنمل دوکتور نجیب الله خواجه عمري، د مرحوم حبیب الله خواجه عمري زوی دی، په ۱۳۳۴ه ل کال کې د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ په یوه روښانفکره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د سید جمال الدین افغان ښوونځي کې، منځنۍ زده کړې یې د حبیبې په عالي لیسه او لیسې دوره یې د کابل په تخنیک ثانوي لیسه کې په ۱۳۵۲ کال بشپړه کړې ده، په ۱۳۵۳ کال د کابل پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي کې شامل شو.

دوکتور نجیب الله خواجه عمري په کابل پوهنتون انجنرۍ پوهنځي الکترومیخانیک څانګې څخه په ۱۳۵۷ کال په لوړه درجه فارغ او په همدې کال په نوموړي پوهنځي کې د علمي کادر په توګه مقرر شو، چې ۱۳۷۰ کال پورې یې په دغه پوهنځي کې د پوهنملۍ علمي درجې پورې ارتقا وکړه او خپله د استادۍ دنده یې په ډېرې ایماندارۍ سره سرته ورسوله.

ښاغلي خواجه عمري خپله د ماسټرۍ تحصیلي دوره د هندوستان ډهلي ټکنالوژۍ انسټیټوټ (llT-Delhi) کې سرته ورسوله او وروسته یې په پېښور کې د دعوت او جهاد پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي د استاد په توګه د استادۍ دندې ته دوام ورکړ. نوموړي خپلې زده کړې پر همدې ځای وه نه درولې او (llT-Delhi) انسټیټوټ کې یې خپلو دوکتورا زده کړو لپاره هم مټې رابډوهلې او په ۱۳۷۷ کال یې په ډېر بریالیتوب سره د یاد انسټیټوټ څخه د دوکتورا (PHD) افتخار ترلاسه کړ.

پوهنمل دوکتور نجیب الله خواجه عمري له تیرو ۳۵ کلونو راهیسې د افغانستان لپاره د ښوونې او روزنې، ټولنیزې هوساینې، متوازن انکشاف او تحصیلي ودې پراختیا لپاره هڅې کوي چې د نړۍوال بانک، آسیایې پراختیایې بانک، GIZ،  USAID، اروپایې ټولنې او بېلابېلو ادارو له لارې یې خپل هېواد ته خدمتونه ترسره کړي دي.  

دوکتور خواجه عمري چې د لوړو زده کړو او ښوونې او روزنې په برخه کې د ځانګړي مدیریت او مهارت څښتن دی، د هېواد د ښوونیزې پراختیا سربیره یې په لاندې برخو کې هم د پام وړ فعالیتونه سر ته رسولي.

په کابل پوهنتون او پېښور دعوت او جهاد پوهنتون کې پر علمي کادر سربیره د پوهنې وزارت تخنیکي او مسلکي تعلیماتو عمومي رییس، افغانستان تخنیکي انسټیټوټ ( ATV)رییس، سناپ او د افغانستان لپاره د قابلیتونو تثبیت طرحې او چارچوپ او قابلیتونو تثبیت ادارې د ایجاد پروژې ټیم لیډر، ټولنیزو چارو وزارت ارشد سلاکار، ټولګټو وزارت ارشد سلاکار، افغانستان انجنیرانو او مهندسانو ټولنې غړي، کاتب پوهنتون امنا هیأت غړي او فیروزکوه انسټیټوټ مدیره هیأت غړي په توګه یې د پام وړ خدمتونو د خپلې ټولنې لپاره ترسره کړي دي.  

د دوکتور نجیب الله خواجه عمري له ۱۸ زیات علمی او تخصصي آثار په نړۍوالو معتبرو ژورنالونو او علمي مجلاتو کې چاپ شوي چې د نوموړي د تخصصیت او علمیت څرګندونه کوي. په تدریسي چارو کې تخصص او تجربه، عصري ټکنالوژیکي علومو سمبال، مسلکی ظرفیت لوړوالی او د بیارغونې پروژو مدیریت د محترم خواجه عمري له ځانګړنو څخه دي.   

دوکتور خواجه عمري په تیرو ۳۵ کلونو کې په هېواد کې د لس ګونو ودانیزو پروژو څخه چې د نړۍوالې ټولنې له خوا تمویلېدې، بشپړې کړې او د هېواد والو لپاره یې ګټې اخیستنې ته وړاندې کړې.

لوړو زده کړو وزیر دوکتور نجیب الله خواجه عمري یو متفکر، منظم، ژمن، صادق، تحلیلګر او ملي شخصیت دی، چې موخه یې د هېواد متوازن انکشاف، د هېوادوالو هوساینه او په هېواد کې د پوهې او تحصیلي کچې لوړول او افغانستان ته رښتونی خدمت کول دي.