د لوړو زده کړو وزرات عالي شورا تر سره شوه
د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ تر سره شوه.
په دغه ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت معینانو، مرکزي پوهنتونونو رییسانو، د ښوونې او روزنې، اقتصاد، کار او ټولینزو چارو او مالیې وزارتونو استازو هم حضور درلود، په یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د فوق لېسانس پروګرامونو د جوړولو پر اړتیا خبرې وشوې. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د فوق لېسانس پروګرامونو جوړول مهم وبلل او د ځوانانو لپاره یې د لا ډېرو تحصیلي اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ. د حقاني په باور یوازې د ګټورو زده کړو له لارې د هېواد پرمختګ ممکن دی.
دغې شورا په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې تقریباً پر ۱۵ فوق لېسانس پروګرامونو موافقه وکړه. خو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د دغو پروګرامونو مالي موضوع د خلکو له اقتصادي شرایطو سره سمه ونه بلله، نو پر دې پرېکړه وشوه، چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او ادارې معین په مشرۍ یوه کمېټه جوړه او د هر سمېسټر د فیس په اړه پرېکړه وکړي.
فوق لېسانس پروګرامونه د لوړو زده کړو وزارت له مهمو او ستراتیژیکو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي، چې د دغو پروګرامونو پر علمي ارزښت سربېره، د پام وړ مالي مبلغ د دولت په خالصو عوایدو کې لویږي.