د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو د مرور او بیاکتنې کمېټې کار تکمیل شو

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۱:۵۴
g

د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو د جوړښت مرور او بیاکتنې کمېټې د کار ناسته نن د دغه وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش په مشرۍ وشوه، چې د دوو نورو ریاستونو د جوړښت د طرحې په تایید سره بشپړه شوه.

د دغې ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش، د یادې کمېټې له غړو، چې څلور میاشتې یې د وزارت مرکزي ادارو د جوړښت په اړه په ټول مسوولیت او دقت کار کړی، مننه وکړه.

نور احمد دروېش وویل:"دغه بیاکتنه د کاري لومړیتوبونو، له وظیفوي تداخل څخه د مخنیوي، د کاري پړاوونو ساده کولو، د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ادارو حذف او زیاتول، د جوړښت له زیاتوالي مخنیوي او د لوړو زده کړو وزارت د جوړښت سیسټم تنظیمول، د اوسنیو اړتیاوو پر بنسټ تر سره شوي دي."

دغه راز هغه زیاته کړه چې د دغه وزارت د جوړښت طرحه چې د لوړو زده کړو پر جوړښت د مرور او بیاکتنې کمېټې له لوري نن تکمیل او د لوړو زده کړو وزارت د جوړښت کمېسیون ته چې د مشرتابه مقام په ریاست فعالیت کوي، راجع شوه او له تایید وروسته به د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون ته ولېږل شي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په وینا په پام کې ده چې ډېر ژر به د دغې کمېټې کار د هېواد دولتي لوړو زده کړو بنسټونو د جوړښت پر بیاکتنې دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۱ - ۴:۵۲
Background image

د دیني مدرسو لسګونو زده کوونکو او زده کړیالانو په یوه ناسته کې د ا.ا.ا له پروګرامونو ملاتړ اعلان کړ

د ټولنې له مختلفو برخو ښځې او نجونې چې دیني مدرسو زده کوونکې او زده کړیالانې پکې وې، د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې راغونډې شوې وې او د مختلط تعلیمي او تحصیلي چاپېریال په مخنیوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۱۶ - ۱۱:۳۰
Background image

د خصوصي او دولتي لوړو زده کړو بنسټونو د مختلفو برخو د کانکور ازموینو د څرنګوالي په اړه ناسته وشوه

د خصوصي او دولتي لوړو زده کړو بنسټونو د مختلفو برخو د کانکور ازموینې د څرنګوالي په موخه، د زده کړیالانو چارو د سرپرست معین تر مشرۍ لاندې ګډه ناسته تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د ازموینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۵ - ۴:۴۵
Background image

د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي د لا ښې همغږۍ په پار، ناسته وشوه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدلباقي حقاني په مشرۍ، د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي د لا ښې همغږي په پار، د یادو  تحصیلي بنسټونو له مسوولانو سره ناسته. . .

BACK TO NEWS