You are here

د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو مرستیال پوهاند دوکتور بري صدیقي بیوګرافي

پوهاند دوکتور بری صدیقي د اختر محمد زوی دی چې په ۱۳۳۴ کال کې په کندهار ولایت کې په یوه روښانفکره کورنۍ کې زیږېدلی دی. نوموړی اوس مهال په کابل ښار کې څلورم مکروریانو په یو هستوګنیز بلاک کې ژوند کوي. نوموړی په ډیر صداقت، ريښتینولۍ او ایماندارۍ سره خپل ورسپارل شوي فعالیتونه پر مخ وړي او خپلو هېوادوالو ته خدمتونه کوي. پوهاند صدیقي څو ځله د پوهنتون د ممتاز استاد په توګه د اړوندو مقاماتو له خوا ستایل شوی دی.

زده کړې:

بري صدیقي په ۱۳۵۳ کال په کندهار ولایت کې د احمد شاه بابا له لیسې څخه فارغ شو او وروسته په کابل پوهنتون طب پوهنځي کې شامل شو. په ۱۳۶۰ د طب پوهنځي څخه په MD کچه فارغ او د کابل طبي پوهنتون په علمي کادر کې شامل شو. د نوموړي د زده کړو کچه ماسټري او علمي درجه یې پوهاندي ده.

کاري تجربه:

  • پوهاند بري صدیقي په مختلفو برخو او پستونو کې دنده ترسره کړې ده.
  • د ۱۳۶۰ کال راهیسې تر اوسه پورې په کابل طبي پوهنتون هستولوژي څانګه کې د استاد په توګه دنده پر مخ وړي.
  • له ۱۳۶۵ څخه تر ۱۳۷۰ پورې د کابل طبي انسټیټوټ د تدریسي عمومي مدیر.
  • له ۱۳۷۲ څخه تر ۱۳۷۷ پورې په پاکستان پېښور ښار کې د ابدالي پوهنتون طبي پوهنځي رئیس.
  • ۱۳۷۷ څخه تر ۱۳۸۱ پورې د پاکستان پېښور کې په افغان پوهنتون کې استاد.
  •  ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۸۸ پورې د کابل طبي پوهنتون محصلانو چارو مرستیال.
  • له ۱۳۸۸ څخه تر ۱۳۹۰ پورې د لوړو زده کړو وزارت آزموینو رئیس.
  • له ۱۳۹۰ څخه بیا تر اوسه د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو مرستیال په توګه دنده پر مخ وړي.

په داخل او بهر کې د ظرفیت لوړولو په کورسونو او تریننګونو کې ګډون:

  • د ۲۰۰۰ جولای ۲- ۳۱ اګسټ: انګلیسي ژبې د محاورې کورس ( پاکستان پېښور Kabul English Language Center).
  • ۲۰۰۳ اپریل۱۷: MS Windows بشپړول ( کمپیوټر زده کړ مرکز پېښور پاکستان)
  • ۲۰۰۳جولای۲۲: Word پروګرام بشپړول ( لندن کمپیوټر سنټر پېښور پاکستان)
  • ۲۰۰۶ نومبر۲- ۳۱ فبروری: انګلیسي ژبې مقدماتي کورس (۱۴۴ساعته) اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون.
  • ۲۰۰۶ اګسټ : How to implement case based learning /lecture (JICA/KMU)
  •  
  • د ۲۰۰۵ جنوری ۹- مارچ ۴: د طبي تعلیماتو تریننګ کورس (جاپان هېواد توکیو پوهنتون).
  • د ۲۰۰۵ اکتوبر ۵ – اکتوبر ۱۵: د ښه تدریس لپاره ستراتیژۍ کورس ( امریکا متحده ایالات نبراسکا پوهنتون).
  •  
  • ۲۰۰۷ سپټمبر۱ – سپټمبر ۱۱ : طبي تعلیماتو تریننګ کورس ( مالیزیا کولالمپور کې د KMU/JICA  او IMU په همکارۍ).
  • د لاهور او پېښور  King Edward طبي پوهنتون څخه لیدنه.
  • 30 اگست 2006: How to implement case based learning /lecture (JICA/KMU)
  • ۱۳۹۷ دسمبر ۵-۷:  (WHO)صحي مقدماتي ورکشاپ
  • ۱۳۸۷ نومبر ۲۸- ۳۰:  (WHO) ورکشاپ د پلان ارزیابي.
  • ۱۳۸۷ مارچ ۱۵-۱۹ : (WHO) ورکشاپ تعلمیې موخې.
  • ۲۰۰۹ جنورۍ ۲۷ – فبروري ۱۳ : د لوړو زده کړو په برخه کې د منجمنټ رامنځ کولو نړیوال تریننګ کورس- په تایلنډ هېواد کې.
  • ۲۰۰۹ جون ۱۶ – ۱۷ : حرفوي او تخنیکي کالجونو په سمپوزیم کې ګډون – اردن هېواد عمان ښار.
  • ۲۰۱۳ سپتمبر ۲۱ – ۲۶ : The second south Asia policy Dialogue) London, UK) کې ګډون.
  • ۲۰۱۴ می ۲۱ – ۲۵ : (The ninth University Grant Commission, SAARK, Colombo Sirilanka) کې ګډون.

د کمېټو او شوراګانو غړیتوب : 

  • کابل طبي پوهنتون علمي شورا غړی
  • کابل طبي پوهنتون کریکولم کمیټې غړی
  • لوړو زده کړو وزارت کریکولم او کریډټ سیستم کمېټې غړی
  • لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا غړی
  • د دولتي لوړو زده کړو موسسو د رهبري کمېټې غړی
  • له وزارت څخه بهر د یو شمېر کمېټو غړیتوب

کمپیوتري مهارتونه:

N Ms. DOS

Windows

Word

Power Point

Internet

له ژبو سره بلدتیا:

  • پشتو
  • دری
  •  انگلیسی
  • اردو