You are here

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور بیوګرافي

ډاکټر احمدسیرمهجور په 1344 کال په بغلان ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. په کابل کې له دولسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته پاکستان ته مهاجر شو او هلته یې د سیاسي علومو او ښوونې او روزنې په څانګه کې خپلو زده ‌کړو ته دوام ورکړ. په ۱۳۷۱ کال فرانسې ته ولاړ. هلته یې د فرانسوي ژبې له زده ‌کولو وروسته د فرانسې رووان پوهنتون څخه د قضایې حقوقو په برخه کې ډېپلوم ترلاسه کړ. وروسته یې د فرانسې له نانتیر پوهنتون څخه د سیاسي فلسفې په برخه کې ماسټرۍ اسناد لاسته راوړل او د پاریس سوربن پوهنتون څخه یې د ټولنپېژندنې په برخه کې د فوق ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. نوموړي همدارنګه د محلي پراختیا په برخه کې د فوق ماسټرۍ تخصصي سند هم لاسته راوړ او د سیاسي ټولنپېژندنې په برخه کې یې په فرانسه کې خپله دوکتورا بشپړه کړه. دوکتور مهجور خپل د دوکتورا تیزس د «په افغانستان کې د سنت او مدرنیزم تقابل» تر عنوان لاندې دفاع کړ او په فرانسه کې له څو کاله تدریس وروسته د رووان پوهنتون ټولنیزو علومو مرکز کې په څېړنو بوخت شو. ډاکټر احمد سیر مهجور اوس مهال په کابل پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو، فلسفې او ټولنپېژندنې ماسټرۍ پروګرامونو کې د تدریس چارې پر مخ وړي. مهجور د هېواد پر ملي ژبو سربېره عربي، انګلیسي او فرانسوي ژبو سره پوره بلدتیا لري. نوموړي د ټولنپیژندنې، حقوقو او سیاسي علومو او ټولنپېژندنې په برخو کې په بېلابېلو ژبو لسګونه مقالې او بېلابېل کتابونه لیکلي او چاپ ته یې سپارلي چې له دې جملې څخه کولی شو څو آثارو ته یې اشاره وکړو:

« افغانستان در حال گزار» په فرانسوي ژبه ۲۰۱۱۳ کال، «گروه های اجتماعی بسته»، «کارشناس عدلی» (2011)،ارزیابی عملکرد دولت» (2013) او د «ډموکراسۍ او ټولټاکنو مفاهیم» په دري او پښتو ژبه(۲۰۱۷) کال.

ډاکټر احمد سیر مهجور مخکې د افغانستان پارلمان مسلکي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې چې د افغانستان د پارلمان لپاره متعددې طرحې ولیکلې. له دې جملې څخه کولی شو ولسې جرګې لپاره د (غصب شوې زمکې د قانون مسوده) او (په افغانستان کې د زمکې د غصب ستونزې د حل لپاره درې فقره یې طرحه)، (افغانستان ټاکنیزو قوانینو څخه بیا کتنه) او د (افغانستان په قضایې او عدلي نظام کې د اصلاحاتو طرحه) څخه یادونه کولی شو.

ډاکټر مهجور د ۱۳۹۵ کال کب میاشتې ۲۳ راهیسې د لوړو زده کړو په وزارت کې د مالي او اداري چارو د مرستیال په توګه د هېوادوالو په خدمت کې دی او همدارنګه په کابل پوهنتون کې نړیوالو اړیکو ماسټرۍ او جندر مطالعاتو په برخه کې د تدریس چارې هم پر مخ وړي.