د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ته د جامي خصوصي پوهنتون استازي د تضمین کیفیت په اړه د علمي ـ څېړنیز کنفرانس د جوړېدو پېشنهادي طرحه وړاندې کړه.  

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۹:۱
مستیمنبمنسیمنب


د جامي خصوصي پوهنتون علمي مرستیال عتیق الله رحیمي د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ته، په داسې حال کې چې د تحقیق، تألیف او ژباړې، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیسانو او د علمي معینیت سلاکار هم حضور درلود، د دغه پوهنتون له لوري د تضمین کیفیت پروسې په اړه د علمي ـ څېړنیز کنفرانس د جوړېدو پېشنهادي طرحه وړاندې کړه. 
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د یاد پوهنتون دغه اقدام وستایه، د کنفرانس په جوړېدو کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د غوره والي په برخه کې یې خپلې مشورې او وړاندیزونه ورسره شریک کړل. 
د یادونې وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت تر دې مخکې په امارتي پوهنتونونو کې ملي او نړیوال کنفرانسونه جوړ کړي او جامي یوازینی خصوصي پوهنتون شو، چې د علمي څېړنو پراختیا په موخه یې د داسې کنفرانس د جوړېدو اقدام کړی دی. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ۱۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۲ بېلا بېلې پروژې پرانیستې.

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، په داسې حال کې چې د دغه وزارت معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۸:۴۷
Background image

د پکتیکا پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیوڅخه ۳۹۹ تنه محصلین فارغ اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شول.

 

په دې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت معین، د پکتیکا ولایت والي، امنيه قومندان، دولایتي ادارو مسؤلینو او استازو، علماء کرامو، د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او د فارغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱:۲۰
Background image

د هرات پوهنتون کدري روغتون د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین په حضور کې د بیارغونې او تجهیز نه وروسته پرانیستل شو.

هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د هرات والي، د هرات پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د امارتي د ادارو رئیسانو، د تحصیلي بنسټونو رئیسانو او سیمه ییزو مخورو په ګډون جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت. . .

BACK TO NEWS