د لوړو زده کړو وزارت علمي او محصلانو چارو معین صاحبانو د ۱۴۰۳هـ.ش کال کانکور د څرنګوالي په اړه د ازموینو ملي ادارې له استازي سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد او د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو د ازموینو ملي ادارې له راغلي استازي سره د شپې او اختصاصي ظرفیتونو په اړه، د کانکور بېلا بېلو برخو د ازموینې لپاره د نومرو سقف ټاکل، د ولایاتو لپاره د ظرفیت وېش، د مدارسو لپاره ظرفیتونو ټاکلو او پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه وکړل.
دغه راز په یاده ناسته کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال کانکور غوره اخیستلو او ستونزو مخنیوي په موخه د ناستې ګډونوالو خبرې وکړې او لازمې حلارې یې وړاندې کړې.