د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ترکیې ته د خپل څو ورځني سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد له یو شمېر علماوو او مخورو شخصیتونو سره په جلا جلا ناستو کې په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.

د ۱۴۰۱هـ ش کال، د سرطان لومړۍ نېټه.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ترکیې ته د خپل څو ورځني سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد له یو شمېر علماوو او مخورو شخصیتونو سره په جلا جلا ناستو کې په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.
د دغو کتنو په لړ کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست الحاج مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي د استانبول له پخواني مفتي، مفتي حسن کامل، د ترکیې د نړیوالو ښوونځیو له رئیس او د هېواد له یو شمېر جیدو او مخورو علماوو سره وکتل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو د تبادلې او دوه اړخېزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه راز د يادو ملاقاتونو او لیدنو ترڅنګ د علماوو د نړېوال دفتر، څېړنیز مرکز، د اسلامي تمدن له موزیم، د چملیه مسجد، د اسماعیل اغا مدرسه، د اسلامي څېړنو مرکز او پانورما موزیم څخه هم لیدنه وکړه.