You are here

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او علمي معین پوهنمل ديپلوم انجنیر عبد التواب بالاکرزی

پوهنمل ډیپلوم انجنیر عبدالتواب بالاکرزی د عبدالواحد خان زوی دی چې په ۱۳۵۶ کال کې د کندهار ولایت د ډنډو ولسوالۍ په بالاکرز کلي کې په یوه روښانفکره او متدینه کورنۍ کې زیږیدلی دي.

نوموړي د ښوونځي دوره په کابل کې بشپړه کړې او لیسانس زده کړې یې د کندهار پوهنتون سیول انجنیرۍ په څانګه کې ترسره کړي او د ماسټرۍ زده کړې یې په ۲۰۱۰ کال کې په تایلنډ هېواد بنکاک ښار کې د آسیایي ټکنالوژۍ انسټیټوټ (Asian Institute of Technology AIT) څخه د انجنیرۍ او د اوبو د مدیریت په برخه کې ترلاسه کړي. 

پوهنمل بالاکرزی د ۱۳۸۵ کال راهیسې د کندهار پوهنتون په انجنیرۍ پوهنځي کې د علمي کادر په توګه دنده ترسره کوي. نوموړی د مدیریت په برخه کې د اوبو د انجنیرۍ او چاپریال ساتنې ډیپارټمنټ موسس او امر، د انجنیرۍ پوهنځي رئیس پاتې شوی او د اوو کلونو راهیسې یې د کندهار پوهنتون علمي مرستیال په توګه دنده ترسره کړې.

د اکاډمیک شالید سربیره نوموړي په کندهار پوهنتون کې د ساحوي انجنیر، ولایتي ارشد انجنیر او په کندهار ولایت کې د نړیوالې ټولنې  (UN Habitat) اسکان بشر ادارې سره د ښاري پروګرامونو د مسؤل په توګه هم دنده ترسره کړې.

محترم بالاکرزي د اوبو په اړه ګڼ شمېر څیړنې کړي چې په کورنیو او بهرنیو معتبرو خپرونو کې نشر شوې دي. نوموړي د لوړو زده کړو رهبرۍ، کیفیت د تضمین، د تحصیلي نصاب د پراختیا او نوي کولو، علمي څیړنو محصلانو ته د خدمتونو برابرولو، د سیمې او نړۍ د پوهنتونونو تر منځ د اړیکو د پراختیا او نورو برخو په اړه له۵۰ زیاتو نړیوالو غونډو کې فعال ګډون کړی او همدارنګه د ظرفیت لوړولو په موخه په هېواد کې دننه په ګن شمېر پروګرامونو کې برخه اخیستې. 

ښاغلي بالاکرزی د ښو او موثره خدمتونو وړاندې کولو له امله د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو ادارو له خوا ستایل شوی چې له ۴۰ زیات ستاینلیکونه، مننلیکونه او تحسین نامې ورکړل شوې دي چې یوه برخه یې د لوړو زده کړ وزارت پورې اړه لري.

نوموړی د پښتو او دري ژبو سربیره د انګلیسي ژبې سره هم بشپړه بلدتیا لري.