د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته د دغه وزارت د محصلانو چارو د معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین د محصلانو چارو معینیت پر پلانونو او کړنو خبرې وکړې او له مرکزي رئیسانو څخه یې وغوښتل چې خپلې کړنې دې د لوړو زده کړو وزارت له پلان سره سمې تنظیم کړي او د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا لپاره دې هڅې وکړي.
وروسته له اجنډا سره سم د غونډې غړو د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو د محصلانو د نوم اصلاح په اړه پر تقنیني سند، د جوزجان مستوفیت او جوزجان پوهتون ترمنځ د اقتصاد پوهنځي محصلانو د عملي زده کړو په اړه تفاهم نامه، د اسلامي پوهنتون (بې جوازه) د محصلانو د سوابقو نه شتون ستونزه او له اجنډا سره سم پر نورو موضوعاتو خبرې او نظرونه شریک کړل شول او ترڅنګ يې لازمې پریکړې شوې.