د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ د مالي او اداري معینیت رئیسانو سره د انسجام ناسته ترسره شوه.

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۱۰:۵۴
a

۱۴۴۳/۱۰/۱۵

۲۶/۰۲/۱۴۰۱

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ د مالي او اداري معینیت رئیسانو سره د انسجام ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته، چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه ورپسې د اجنډا مطابق د تېرې ناستې پریکړو ته لنډه کتنه وشوه او د یاد معینیت اړوند ریاستونو د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

همدا راز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین خلکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو او په چارو کې د اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو ټينګار وکړ او د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې، ناسته د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۱۱:۲۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ «د تېر کال نیمګړتیاوو په نښه کولو او اصلاح» په نامه کمېټې ناسته ترسره شوه.

۱۴۴۴/۱/۱۹
۱۴۰۱/۵/۲۶

یاده کمېټه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په لارښوونه جوړه شوې وه چې د مرکزي پوهنتونونو مسؤلان او د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریئس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۶:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت خصوصي محصلانو چارو رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د کندوز خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

۱۴۴۴/۱/۱۹
۱۴۰۱/۵/۲۶

د لوړو زده کړو وزارت خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، په داسې حال کې چې د علمي پروګرامونو د پراختیا رئيس انجنیر روح الله روحاني او مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۶:۷
Background image

د کابل او پروان پوهنتونونو د معلوماتي سیستمونو د څانګو د خالي بستونو لپاره تخصصي ازموینه نن په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست د تقرر او انفکاک امر حمیدالله عابد په وینا، په دې ازموینه کې شپږ تنو ګډون کړی وو، چې له دوی څخه د با تجربه استادانو له لوري په شفاف ډول. . .

BACK TO NEWS