د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هغه تحصیلي بنسټونه وستایل چې له تحول وروسته یې ستراتيژیک پلانونه تائید شوي دي.

eshaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۸:۵۹
dsd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د لغمان، وردګ او پکتیکا دولتي او د اراکوزیا، تاج او طلوع سعادت خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستاینې په ناستې کې وویل، چې له ستراتیژیک پلان پرته تحصیلي بنسټونه پرمختګ نه شي کولی. نوموړي د هرې ادارې لپاره ستراتیژیک پلان اړین وباله او په ټولو تحصیلي بنسټونو کې یې د ستراتیژیک پلان پر درلودلو او عملي کولو ټینګار وکړ. 
همدرانګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د افغانستان ستونزو او د پرمختګ پر وړاندې خنډونو ته په اشارې سره وویل: «موږ ځکه د تاریخ په جریان کې له فرستونو او امکاناتو په سم ډول ګټه نه ده اخیستې چې ستراتیژیک پلان مو نه درلود.» 
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس مفتي رضوان الله منیب د یادو تحصیلي بنسټونو له مسؤلانو د مننې ترڅنګ، د لوړو زده کړو وزارت او تحصیلي بنسټونو د ستراتیژیک پلان په اړه معلومات وړاندې کړل. 
د یادولو وړ ده چې د ناستې په پای کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د دې  وزارت علمي،  مالي او اداري معین صاحبانو  له لوري د یادو تحصیلي بنسټونو مسؤلانو ته د ستاینلیکونو له ورکړې وروسته  ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۶:۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د آزاد اسلامي خصوصي پوهنتون فوق لیسانس پروګرامونه وارزول.

د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر سردار ولي صالحي په مشرۍ د څارنې او ارزونې، تضمین کیفیت او اعتبارو ورکونې، داخلي پلټنې او خصوصي محصلانو چارو ریاست رئیسانو او استازو ګډ پلاوي پرون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۶:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د دنیا، کاردان، خاتم النبیین او باختر خصوصي پوهنتونونو فوق لیسانس پروګرامونه وارزول.

د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر سردار ولي صالحي په مشرۍ د څارنې او ارزونې، تضمین کیفیت او اعتبارو ورکونې، داخلي پلټنې او خصوصي محصلانو چارو ریاست رئیسانو او استازو ګډ پلاوي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د څېړنیزو پوسټرونو له نندارتون څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یاد نندارتون په پرانیسته کې وویل، چې زموږ د هرې څېړنې مبداء باید د قرانکریم او نبوي ارشاداتو د تګلارې پر اساس وي.. . .

BACK TO NEWS