د قرارداد ورکولو د پرېکړې عامه خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د WiMAX یا P2P او یا هم Visat له لارې د 10 Mbps انټرنېټ خدمتونو وړاندې کولو پروژه، دوه لا ته د تحصیلي بنسټونو لپاره؛ لومړی لات اریانا نیت ورک سروسیز کمپنۍ ته چې د جواز شمېره یې (D-22108) ده او د کابل درېیمې کارتې، شورا سړک شاته موقعیت لري او ټولیزه بیه یې (۶،۴۶۸،۰۰۰) شپږ میلیونه او څلور سوه او اته شپېته زره افغانۍ ده او دویم لات افغانستان فیض ستلایت کمیونیکیشن چې د جواز شمېره یې (D-20140) ده او د کابل په شېر پور کې موقعیت لري او ټولیزه بیه یې (۴،۴۱۶،۰۰۰) څلور میلیونه او څلور سوه او شپاړس زره افغانۍ ده ورکړي.
حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري کولای شي خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.