د امارتي تحصیلي نهادونو یو شمېر استادانو ته د لوړو زده کړو روزنیز مدیریتي سیسټم د معرفي او لوړو زده کړو تحصیلي دریڅې کورسونو چمتو کولو څرنګوالي په اړه درې ورځنی ورکشاپ دائر شو

naser_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۵:۴۲
Zchjnkokngv

 

دغه ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا ریاست له لوري په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې جوړ شوی، چې د کابل او هرات پوهنتون ۳۰ تنو استادانو پکې ګډون کړی دوه پړاوونه یې مخکې دائر شوي وو.  

 

د یاد ورکشاپ موخه د لوړو زده کړو روزنیز مدیریتي سیسټم معرفي کول او د داخلي انلاین کورسونو یا تحصیلي دریڅې د ترتیب او پلي کولو سره د هېواد تحصیلي نهادونو استادانو اشنا کول دي. 

 

د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین د یاد سیسټم د ګټو او ارزښت په اړه وویل چې تحصیلي دریڅه یا انلاین داخلي کورسونه (HELP) ) له محصلینو سره مرسته کوي، چې په هر ځای او وخت کې د خپلو استادانو لکچر نوټونو ته لاسرسی ولري.

 

نوموړي زیاته کړه چې د دغه وزارت په هڅو د لوړو زده کړو وزارت روزنیز مدیریتي سیسټم هم جوړ شوی، چې په لومړي قدم کې به دغه سیسټم ته پراختیا ورکول کېږي او وروسته به د دا ډول ورکشاپونو له لارې استادان ورسره اشنا او په څارنې سره به کمال ته ورسېږي. 

 

د پوهنوال خاورین په وینا؛ لوړو زده کړو وزارت هر کال د الکترونیکي زده کړو E-learning په برخو کې ورکشاپونه جوړوي، چې په روان کال کې د دغه ورکشاپ درېیم پړاو هم دایر شو، چې د درېیم پړاو په بشپړولو سره یې د استادانو په شمول ۹۰ تنه علمي کادر مستفید کېږي.  

 

د یادونې وړ ده چې په دغه درې ورځني ورکشاپ کې د پوهنوال دوکتور صدیق الله بارکزي، پوهنوال وثیق الله شریفي او پوهنیار سید الهام سادات له لوري په ورکشاپ کې شاملو استادانو ته د الکترونیکي زده کړو بڼو، مطالبو وړاندې کولو کې د بصري عناصرو د کارونې لار، په مایکروسافټ پاورپاینټ کې د درسي برنامو ناستو ضبطول او نور اړین موضوعات په نظري او عملي بڼه وړاندې شي. 

نېټه: 

۱۴۴۶ هـ.ق، د جمادي الاول ۲۹مه

۱۴۰۳ هـ ش، د قوس ۱۱مه

۲۰۲۴م، د ډسمبر ۱

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۹:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د هلمند ولایت عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب هلمند ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دغه ولایت د ازموینو تنظیم، نظم او شفافیت ستاینه وکړه او د ازموینو ښه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په نیمروز ولایت کې د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو څخه لیدنه او څارنه وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت دیني مدرسو او جامعاتو د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو بهیر څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS