د استاذانو د پام وړ!

Akmal_admin
54

خبرتیا!

د استاذانو د پام وړ!

د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو ریاست د ماسټرۍ پنځو برنامو لپاره لاندې کمبود بستونو کې په شرایطو برابر استاذانو ته اړتیا لري.

۱ـ د تفسیر او علوم قرآن تخصص.

۲ـ د حدیث او علوم حدیث تخصص.

۳ـ د افتا‌ء او قضاء تخصص.

۴ـ د دعوت او ارشاد تخصص.

۵ـ د اسلامي اقتصاد او بانکوالۍ تخصص.

ټول په شرایطو برابر نوماندان، چې په ذکر شوو څانګو کې د دوکتوراؤ، ماسټرۍ یا یې له دیني جامعاتو څخه د دوه کلن تخصص په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای د (۱۴۴۳ شوال ۱۲) څخه تر ( ۱۴۴۳ شوال ۱۵) پورې لوړو زده کړو وزارت کې اړوندې ادارې ته وسپاري.

یادونه: لږ تر لږه درې کلنه تجربه درلودل.

دوهمه یادونه: تحریري ازموینه د شوال په ۱۶ د دوشنبې په ورځ اخیستل کیږي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

د لوړو زده کړو یو شمېر هغه خصوصي مؤسسې،

خبرتیا!

د لوړو زده کړو یو شمېر هغه خصوصي مؤسسې، چې پېرل او پلورل شوې او یا یې مؤسسین مړه شوي دي، اما د هغې لیږد د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د مقرراتو د (31) مادې او اړوندو لوایحو سره سم . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۶:۳۶
Background image

د افغان نړيوال پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د کانکور تحريري ازموينې د اخېستلو خبرتیا !

خبرتیا !
د افغان نړيوال پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د کانکور تحريري ازموينې د اخېستلو خبرتیا !
د ماسټرۍ ( فقه او قانون، شرعي سياست او اسلامي اقتصاد او . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست اړوند د عبدالله بن مسعود د تخصصاتي جامعې پروګرامونو لنډ راپور.

 15جوزا1401

د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست اړوند د عبدالله بن مسعود د تخصصاتي جامعې پروګرامونو لنډ راپور.

یاد مرکز د امیرالمؤمنین حضرت شیخ هبة الله "اخندزاده" حفظه الله په حکم د . . .

Back to announcements