داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د پروژې سرلیک: ۱۴۰۰ کال ته د وزارت مرکزي شعبو لپاره د (۵۳) قلمه روغنیاتو او فلتربابو ترتیب او تدارک
د بلنې شمېره: MOHE/GOV-O/1400/NCB/G-003 :
د لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۰ کال کې د وزارت مرکزي شعبو لپاره د (۵۳) قلمه روغنیاتو او فلتربابو ترتیب او تدارک په پروژه کې ګډون وکړي او خپل سر تړلي آفرونه له شرطپاڼې او د ا.ا.ج د تدارکاتو قانون او له چلنلارې سره سم وړاندې کړي.
شرطپاڼه له لاندې پتو تر لاسه کړئ:
www.npa.gov.af ،www.ageops.net انټرنټي پاڼې او د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست. د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۷مه د سهار تر ۱۰ بجو ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر د پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۰ کال د وري په ۱۷مه، د دوشنبې په ورځ د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست کې ترسره کېږي چې د کابل په درېیمه ناحیه، کارته چهار سیمه کې موقعیت لري.
د آفر د ضمانت بیه (۲۸۰۰۰) اته ویشت زره افغانۍ ده، چې د ګرنټي بانک په توګه او یا هم نغدې پیسې ورکړل شي. د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټه اخیستنې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي. دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوندې پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.
د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده.
یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ دی او له داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال د وري په ۸مه، د سهار په ۱۰ بجو د تدارکاتو د ناستو په صالون کې ترسره کېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸