داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د څلورو لاټونو په ګډون د (د هرات ساینس، هرات ښوونې او روزنې، فراه ښوونې او رزونې او د نیمروز ښوونې او روزنې) پوهنځيو څخه د اول او دويم لاټ( د هرات ساینس او ښوونې او روزنې) پوهنځيو لابراتواري توکو، وسايلو او تجهيزاتو تهیه او تدارک پروژه
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1402/NCB/G-75
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د د څلورو لاټونو په ګډون د (د هرات ساینس، هرات ښوونې او روزنې، فراه ښوونې او رزونې او د نیمروز ښوونې او روزنې) پوهنځيو څخه د اول او دويم لاټ( د هرات ساینس او ښوونې او روزنې) پوهنځيو لابراتواري توکو، وسايلو او تجهيزاتو تهیه او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {03 اسد 1403} نېټې د چهارشنبې ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ په بڼه:
اول لاټ د هرات پوهنتون ساینس پوهنځی(320,000) افغانۍ
دويم لاټ د هرات پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځی(255,000) افغانۍ
د افر خلاصولو غوڼده به د {03 اسد 1403} نېټې چهارشنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.
د اړیکو شمېره: 0202514078
برېښنا لیک: Rohullah.mowahid2021@gmail.com
یادونه: له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۳هـ ش کال د سرطان مياشتې په ۲۴مه نېټه يکشنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.