خبرتیا

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

کندهار پوهنتون غواړي چې د دغه پوهنتون ښځينه زدکړیالانو، کادري روغتون او د نوکریوالۍ (۲۳۱) کسیزه پرسونل ته د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د اعاشوي وطني یا معادل توکو لکه؛ اعلی وریجې، سپین غر یا یې معادل غوړي، سره لوبیا، وطني اعلی نخود، اعلی درجه ایودین لرونکې مالګه، میده بوره، ډولا شین چای، وطني مایع شیدې،هګۍ، اعلی درجه د دېګ مصاله، روب، وچه ډوډۍ، د غوایي بې هډوکو غوښه، اعلی درجه موسمي میوه (مڼې، د ننګرهار مالټې، هندواڼه، خټکی، کېلې) اعلی درجه موسمي سبزي (کچالو، پالک، کدو، بېنډۍ، رومیان، پیاز، تور بانجان، هوږه، ګلپي، د لوښو وینځلو شامپو او مایع ګاز) د ترتیب او تدارک قراداد ورکړي، نو ټول د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې خپل غوښتنلیکونه د جواز او پېژندپاڼې له اصل او رنګه کاپي سره یو ځای د روان کال د وري له ۷ تر ۲۱مې پورې د کندهار ولایت مقام د تدارکاتو مدیریت ته وسپاري او خپل آفر او شرطپاڼه د دغه ولایت تدارکاتو مدیریت څخه تر لاسه کړي. د قرارداد اړوند آفر د پرانیستلو نېټه د وري میاشتې تر ۲۲مې ده چې د یکشنبې په ورځ په ولایت مقام کې جوړېږي. آفرونه د پلاوي په شتون کې پرانیستل کېږي، تړون په تړلي آفر او یوه داوطلبۍ کې تر سره کېږي، داوطلبان دې خبر وي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د تړون عامه خبرتیا

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقري پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د سرعت لوژیستیکي او معلوماتي خدمتونو شرکت سره د (۱،۳۱۸،۰۰۰) یو . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۵۴
Background image

د تړون عامه خبرتیا

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقري پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې مسلم اریایي لوژیستیکي خدمتونو سوداګریز شرکت سره د بدخشان پوهنتون . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۴
Background image

د تړون عامه خبرتیا

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د حضرت زاده لوژیستیکي خدمتونو شرکت سره د سمنګان لوړو زده کړو موسسې . . .

Back to tenders