ازبکستان ته د ا.ا.ا د لوړ پوړي پلاوي سفر او د یاد هېواد د منځنیو او لوړو زده کړو له وزیر سره د ا.ا.ا د لوړو زده کړو سرپرست او ورسره ټیم لیدنه وشوه.

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۵ - ۷:۲۲
ازبکستان ته د ا.ا.ا د لوړ پوړي پلاوي سفر او د یاد هېواد د منځنیو او لوړو زده کړو له وزیر سره د ا.ا.ا د لوو زده کړو سرپرست او ورسره ټیم لیدنه وشوه.

تېره ورځ د ۱۴۴۳ هـ.ق کال د ربیع الاول په ۱۰ مه نېټه، د ا.ا.ا د رئيس الوزرا د مرستيال محترم مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي دوست هېواد ازبکستان ته یو ورځنی سفر ترسره کړ، چې د سوداګرۍ، اقتصاد، عامې روغتيا، هوانوردۍ او لوړو زده کړو وزيرانو همدارنګه د چارو ادارې لوی رئيس، د بهرنيو چارو، ملي دفاع او ځینو نورو وزارتونو معینانو، امنيتي سکټور او د ملي سوداګرو استازو هم په کې ګډون کړی و.

ناسته د افغان رئيس الوزرا مرستيال ښاغلي حنفي او ازبک سيال يې عمرزاکوف په پرانيستو ويناوو پيل شوه. وروسته د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونو پر هغو مسایلو تفصیلي خبرې وکړې، چې دواړو  هېوادونو لېواتیا ورته درلوده. 

د دواړو مشرانو په لارښوونه په مختلفو برخو کې ګډ کاري ټيمونه رامنځ ته شول، چې په ترڅ کې یې د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره پلاوي، چې د محصلانو چارو سرپرست معین ښاغلي انجینر سید محمد اسماعیل روحاني یې هم ملګرتیا کوله، د ازبکستان د لوړو او منځنیو مسلکي زده کړو له وزیر عبدالقادر تاشکلوف او ورسره پلاوي سره مجلس وکړ. په دوه اړخیزو تحصیلي مرستو سربېره د ازبکستان په پوهنتونونو کې د افغان محصلانو په ستونزو هر اړخیزې او ګټورې خبرې وشوې او افغان لوري ته په دې برخه کې د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو او مرستو ډاډ ورکړل شو.

هغه افغان محصلین چې په ترمذ علمي مرکز او نورو ازبک پوهنتونونو کې په ځانګړي تخفیف سره د اسلامي امارت په لګښت زده کړې کوي، د مالیې وزارت تر سیستم فعالولو پورې له فیس او لګښت پرته به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، چې د فیسونو او لګښتونو اداکول به یې د درسونو مخنیوی ونه کړي او نوموړیو محصلینو ته به هر ډول اسانتیاوې برابریږي.

د یادونې وړ ده، چې د ترمذ علمي مرکز د افغان محصلینو لپاره به د ازبکستان هېواد وېزې له لګښت پرته ورکول کیږي او په ټوله کې به د افغان محصلینو لپاره د وېزو په ورکړه کې د پام وړ اسانتیاوې برابریږي. همداراز د لېسانس، ماسټرۍ، دوکتورا او لنډمهاله پروګرامونو او نورو ګډو تحصیلي مرستو په هکله نظرونه تبادله شول او د دواړو وزارتونو تخنیکي ټیمونو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو په نوموړې برخه کې ګډ کار وکړي او نتایج یې د لسو ورځو په موده کې ترتیب او له خپلو مشرانو سره  شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۱۳:۵۲
Background image

د مرکزي پوهنتونونو د محصلانو چارو رییسانو او مرستیالانو د لوړو زده کړو وزارت علمي او محصلانو چارو له معینانو سره ناسته ترسره کړه

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۴مه
د مرکزي پوهنتونونو د محصلانو چارو رییسانو او مرستیالانو د لوړو زده کړو وزارت علمي او محصلانو چارو له معینانو سره ناسته ترسره کړه. 
په دغه ناسته کې چې د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۱۳:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له یل‌یوفیلین Eloi Fillionاو ورسره پلاوي سره وکتل او د هغوی ملاتړ یې د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونونو لپاره ګټور وباله

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۴مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له یل‌یوفیلین Eloi Fillionاو ورسره پلاوي سره وکتل او د هغوی ملاتړ یې د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۱۳:۵
Background image

د ازموینو ملي ادارې او کابل طبي پوهنتون مسوولانو د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو سرپرست معین سره په یوه ناسته کې، د کابل طبي علومو او ننګرهار پوهنتون د طبي تخصص د بستونو اکمال ازموینې ته د تیاري خبر ورکړ

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۴مه
د ازموینو ملي ادارې او کابل طبي پوهنتون مسوولانو د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو سرپرست معین سره په یوه ناسته کې، د کابل طبي علومو او ننګرهار پوهنتون د طبي تخصص د. . .

BACK TO NEWS