۱۴۰۴ لړم ۵

د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی ورعاه، د فرمانونو په رڼا کې، د نشه يي توکو څخه د پاک افغانستان تر عنوان لاندې داخلي درې ورځنى کنفرانس د هلمند پوهنتون له لوري پیل شو، چې موخه يې له افغانستان څخه د دې ناوړه پديدې ورکول او خلکو ته يې د ضررونو په اړه معلومات ورکول په ګوته شوي دي.
په دې کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزير شيخ الحديث مولوي نداﺀ محمد نديم صاحب، د هلمند ولایت مرستیال والي، د دې ولايت د علماوو شورا رئیس او مرستیال، د جهادي مدرسې مهتمم، د هلمند پوهنتون رهبري، او سلګونو څیړونکو او استادانو ګډون کړى وو.
محترم شيخ صاحب ياد کنفرانس ته په خپله وينا کې وويل، چې دا تاریخي فرصت دی، چې هلمند پوهنتون د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالى و رعاه د نشه يي توکو د کرنې، استعمال او قاچاق د مخنیوي فرمان د ښه تطبیق لپاره له نشه يي توکو پاک افغانستان داخلي کنفرانس کوربتوب کوي. دغه کنفرانس موږ ته ښه چانس برابر کړى، چې خپلو خلکو ته لا زیات عامه پوهاوی ورکړو.
شيخ صاحب زیاته کړه: «اوسمهال په افغانستان کې څو ډوله اعتیاد شتون لري، یو د نشه يي توکو کرکیله، د نشه یي توکو تجارت او بل د نشه یي توکو کرایه کشي ده.» د ده په خبره باید د هر ډول اعتیاد څخه ولسونه لاس په سر شي او بدیل کښت ته یې پاملرنه وکړي.
د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث مفتي محمد شریف الله ابو احمد خپلو خبرو کې د کنفرانس په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د نشه یي توکو څخه پاک افغانستان کومه سیاسي برنامه نه ده، بلکې د دې بدې پدیدې مخنیوی زموږ شرعي مکلفیت دی. اسلامي امارت غواړي، چې د نشه یې توکو له ضرره د همدې داخلي کنفرانس له لارې ولسونو ته پوهاوی ورکړي تر څو ټولنه د دې ناوړه کرکېلي څخه په بشپړ توګه پاکه شي.
د هلمند ولايت د علماوو شورا رئیس شیخ مولوي محمد اسماعیل محمدي خپلو خبر کې وویل چې د نشه يي توکي استعمال د الله تعالی احکامو څخه انسان منع کوي او ټينګار يې وکړ، چې مسلمانانو ته په کار ده، چې په خپل ژوند کې د الله تعالی عبادت وکړي او د الله تعالی احکام عملي کړي.
همداراز په نوموړي کنفرانس کې يو شمېر نورو امارتي مسؤلينو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې. دوي نشه يي توکې د يوې ټولنې د تباهۍ اسباب وبلل او ټولو خلکو ته يې په ځانګړي توګه ځوان نسل ته له دې ناوړه عمل څخه د ډډه کولو لارښوونې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې په دې کنفرانس کې يو شمېر علمي مقالې هم وړاندې شوې او د دې بدې پدیدې د ريښو د وچولو او ورکولو په برخه کې پر لارو چارو خبرې او بحثونه وشول.
Latest News
No News Found!