د ا.ا.ا د لوړو زده ‌کړو وزارت محترم وزیر د افغان پلاوي په مشرۍ د کازان د اوولسم بحث په څنډه کې د قرغزستان د لومړي وزیر له مرستیال ...

امان ګیلډیوف او لوړ رتبه پلاوي سره وکتل ...

۱۴۰۵ غویی ۲۶

د ا.ا.ا د لوړو زده ‌کړو وزارت محترم وزیر د افغان پلاوي په مشرۍ د کازان د اوولسم بحث په څنډه کې د قرغزستان د لومړي وزیر له مرستیال ...


په دې لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د لوړو زده ‌کړو وزارت محترم وزیر شیخ ‌الحدیث مولوي ندا محمد ندیم صاحب په مشري پلاوي کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین هم شامل وو.
دواړو لورو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډو پروژو په اړه مفصلې خبرې وکړې. دواړو لورو د یو بل سره د لیدو خوښي څرګنده کړه.
د ا.ا.ا د لوړو زده ‌کړو وزارت محترم وزیر شیخ ‌الحدیث مولوي ندا محمد ندیم صاحب په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اړیکې او تعاملات باید نور هم پیاوړې شي.
محترم شیخ صاحب همداراز وویل چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري او قرغزستان کولای شي د خامو موادو پروسس، صنعت او نورو اقتصادي برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
قرغزستاني پلاوي افغانستان د سیمې لپاره مهم ملک وباله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو ملکونو ترمنځ د همکاریو پراخ فرصتونه شته. هغوی زیاته کړه چې قرغزیستان د افغانستان په زیربنايي او اقتصادي پروژو کې ملاتړ ته چمتو دی، او د ریل پټلۍ پروژې به د افغانستان د اقتصادي ودې او سیمه ‌ییز اتصال لپاره مهم رول ولوبوي.
همداراز قرغزستاني پلاوي د افغانستان اوسني پرمختګونه وستایل او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه دی.
په پای کې دواړو لورو د متقابلو همکاریو د پراختیا، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو او د ګډو اقتصادي او علمي برنامو پر دوام ټینګار وکړ. 

Latest News

No News Found!