په پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د بریښنا پروژه بشپړه شوه
په دې پروژه کې نږدې ۲ میلیونه افغایو په ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه دبرېښنا ټرانسفارمر
۱۴۰۵ غویی ۷

په دې پروژه کې نږدې ۲ میلیونه افغایو په ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه دبرېښنا ټرانسفارمر او همدارنګه شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت سمنټي او فلزي پایې، د برېښنا غځونې بېلا بېل کېبلونه، د ټرانسفارمر او پایو نصب او یو شمېر نور توکي شامل وو، چې له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه.
پدې پروژې سره به د پکتیا پوهنتون د برېښنا ستونزې حل او محصلانو او استادانو ته به د یوه غوره تحصیلي چاپیریال په رامنځته کولو کې اغېزمن تمام شي.
Latest News
No News Found!