د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ...
۱۴۰۵ وری ۲۰

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ له ترميم وروسته د کونړ ولايت والي مولوي قدرت الله ابوحمزه، د پوهنتون رهبري پلاوي، د عبدالله بن عباس رضي الله عنه ديني جامعې مسؤلینو او د یو شمېر ولايتي ادارو مسؤلينو په حضور کې د محصلينو او کتاب لوستونکو پر مخ پرانیستل شوه.
دغه کتابتون د لوستونکو استفادې لپاره په بېلو بېلو برخو کې شاوخوا ۱۵ زره کتابونه لري، چې په منظم ډول ترې د پوهنتون استادان او محصلان استفاده کولی شي.
د یادونې وړ ده چې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون عمومي کتابتون تر دې وړاندې د يارګل بېلې په ساحه کې شتون درلود، چې د پوهنتون مسؤلینو په دوامداره هڅو اوسمهال د پوهنتون مرکزي ساحه کې ورته نوې ودانۍ ترميم او له ټولو امکاناتو سره نوي ځای ته انتقال شو.
Latest News
No News Found!