د نهه ګونو دیني تخصصي جامعاتو نوی تحصیلي کال پیل شو
دیني جامعاتو د افتاء او قضاء تخصص درسونه پیل شول
۱۴۰۵ وری ۲۰

د ابراهیم النخعي رحمه الله (کندهار)، عبدالله بن مسعود رضي الله عنهما (کابل)، امام محمد رحمة الله (هلمند)، ملا علي القاري الهروي رحمه الله (هرات)، امام ابوحنیفه رحمه الله (ننګرهار)، امام ابو یوسف رحمه الله (بلخ)، امام قتیبه بن سعید رحمه الله (کندز)، عبدالله ابن مبارک رحمه الله (پکتیا) او عبدالله بن عباس رضي الله عنهما (کنړ) دیني جامعاتو د افتاء او قضاء تخصص درسونه پیل شول.
د یادو دیني جامعاتو د تحصیلي کال پرانیستو مراسمو کې د اړوندو ولایتي ادارو مسؤلینو، د امارتي پوهنتونونو رهبري پلاوو، شيوخو کرامو، استادانو او فاضلانو حضور درلود او نویو شاملو شویو فاضلانو ته یې توصیې وکړې، او د کتاب په لوستلو سره يې نوی تحصيلي کال پيل کړ.
Latest News
No News Found!