لاسته راوړنې

په تېره سلواغه میاشت کې د لوړو زده کړو وزارت ۲۰ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې:

۱۴۰۴ کب ۳

لاسته راوړنې

په تېره سلواغه میاشت کې د لوړو زده کړو وزارت ۲۰ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې:

۱ـ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه د ځانګړي حکم له مخې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د نبوي سنتي طب پوهنځی منظور شو.

۲ـ د ۷۵۰ زره افغانیو په ارزښت د شیخ زاید پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د دوو څانګو لابراتوارونو د ترمیم چارې پیل شوې.

۳ـ  د بلخ امام ابو یوسف رحمه الله جامعې له افتاء او قضاء څانګې څخه ۳۴ تنه فاضلان فارغ شول.

۴ـ د لوړو زده کړو وزیر په حضور کې د څارنې او ارزونې پروسو او د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د مکافاتو او مجازاتو لارښود تشریح دوه ورځنی سمینار دائر شو.

۵ـ د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب ننګرهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ، استادانو او کارکوونکو سره ناسته وکړه.

۶ـد لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د مسلک او مهارت کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

۷ـ د شمال شرق زون (۱۶) پوهنتونونو او یوې جامعې لپاره د « پلان، راپورونو او احصایې ترتیبول» تر عنوان لاندې ورکشاپ دایر شو.

۸ـ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه له لوري د کونړ ولایت لپاره منظور شوې جامعه د لوړو زده کړو وزیر له لوري افتتاح او د ودانۍ چارې یې هم پیل شوې.

۹ـ د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي له ۵۹ دورې څخه ۱۳۰ تنه ډاکټران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
۱۰ـ د عبدالله ابن مبارک رحمه الله (پکتیا) دیني جامعې افتاء او قضاء تخصص لومړۍ دورې څخه (٣٧) تنه فاضلان فارغ شول.

۱۱ـ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه له لوري د هرات پوهنتون د طب پوهنځي تدریسي روغتون ته د دایمي ودانۍ منظوري وشوه.

۱۲ـ د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو تر منځ د ګډو علمي- څېړنیزو همکاریو تفاهم ليک لاسلیک شو.

۱۳ـ د امام ابوحنیفه رحمه الله (ننګرهار) دیني جامعې د افتاء او قضاء څانګې له لومړۍ دورې څخه (۳۷) تنه متخصصین فارغ شول.

۱۴ـ د لغمان پوهنتون «تحصیل» علمي-څېړنیزې مجلې د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست څخه علمي اعتبار تر لاسه کړ.
۱۵ـ د سيد جمال ‌الدین افغاني پوهنتون (اند) داخلي علمي مجلې د اعتبار سند تر لاسه کړ.

۱۶ـ د امام قتیبه بن سعید رحمه الله (کندز) دیني جامعې د افتاء او قضاء تخصص له لومړۍ دورې څخه (۲۸) تنه متخصصین فارغ شول.

۱۷ـ په پکتیا پوهنتون کې د (۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د یو محراب مسجد د جوړولو چارې پیل شوې. دغه مسجد په (۸۰۰) متره مربع ځمکه کې جوړیږي، چې په یوه وخت کې به د (۱۲۰۰) تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.

۱۸ـ د شيخ زايد پوهنتون ۴۰مه او د بلخ پوهنتون روان ۱۴۰۴هـ.ش کال دویمه ګڼه علمي څېړنیزه مجله د چاپ په ګاڼه سمبال شوه.

۱۹ـ د بلخ پوهنتون روان ۱۴۰۴هـ.ش کال علمي مجلې دویمه شمېره د چاپ په ګاڼه سمبال شوه.

۲۰ـ په سید جمال الدین افغاني پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د «فکر» په نوم جریده چاپ شوه، په دې جریده کې به د یاد پوهنتون لاسته راوړنې او نور علمي مسایل خپرېږي.

Latest News

No News Found!