۱۴۰۴ سلواغه ۱

د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو څارنې او ارزونې ریاست له لوري د څارنې او ارزونې پروسه کې دخیلو ۲۴ امارتي پوهنتونونو استادانو او د دغه ریاست کارکوونکو لپاره دوه ورځنی سمینار په کابل پوهنتون کې دایر کړ.
د یاد سمینار په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د سمینار ګډونوالو ته وویل چې څارنه او ارزونه په اسلام کې خورا زیات ارزښت لري او ترې ویې غوښتل چې د څارنې او ارزونې په چارو کې له ډېر دقت، عدالت او شفافیت څخه کار واخلي او په خپلو چارو ښه علم حاصل کړي.
محترم شیخ صاحب وویل چې د نظارت موخه د چا بې عزتي نه، بلکې د چارو سمون په موخه لازمې سپارښتنې دي، چې د علمي او اداري چارو پرمختګ تضمینوي. نوموړي د سمینار ګډونوالو ته توصیه وکړه چې په څارنه او ارزونه کې له حسنه اخلاقو کار واخلي، د خپل ځان اصلاح هېره نه کړي، په کوچنیو ستونزو کې نرم او توصیې وکړي او په سترو ستونزو کې جدي او سخت واوسي.
همدا راز د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو څارنې او ارزونې رئیس حافظ مولوي احمدالله حماد وویل چې د دغه سمینار موخه د نظارت کوونکو ظرفیت لوړونه ده. نوموړي د سمینار ګډونوالو ته وویل چې پوهنتونونو ته د څارنې لپاره د حاکمینو نه، بلکې د خادمینو او مصلحینو په شکل ورشي.
د یادونې وړ ده چې په دغه سمینار کې شاوخوا ۵۵ کسانو ګډون کړی و، چې ۲۴ تنه استادان او نور یې د علمي چارو څارنې او ارزونې ریاست کارکوونکي وو.
Latest News
No News Found!