د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب درې ورځنی رسمي سفر په عمان کې پای ته ورسېد.

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ ‌الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د عمان سلطنت ته د خپل درې ورځني رسمي سفر تر بشپړېدو وروسته، چې د یاد ملک په رسمي

۱۴۰۴ مرغومی ۲۵

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب درې ورځنی رسمي سفر په عمان کې پای ته ورسېد.

 

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ ‌الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د عمان سلطنت ته د خپل درې ورځني رسمي سفر تر بشپړېدو وروسته، چې د یاد ملک په رسمي بلنه ترسره شوی و، پای ته ورساوه.

محترم وزیر صاحب د خپل سفر په لړ کې د عمان د لوړو زده کړو وزارت له مسؤلینو سره وکتل او همدارنګه یې د دغه مملکت له یو شمېر سترو او معتبرو پوهنتونونو السلطان قابوس پوهنتون، العربیة المفتوحة پوهنتون د نزوای پوهنتون، د ټکنالوژۍ او تطبیقي علومو پوهنتون سربیره د یاد ملک د کلیة الشریعة پوهنځي څخه لیدنې وکړې.

نوموړي د یادو علمي نهادونو له رهبري پلاوو سره په جلا، جلا ناستو کې د علمي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې او د دغو پوهنتونونو لابراتوارونه، کتابتونونه او درسي صنفونه یې له نږدې وکتل.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت وزیر د عمان سلطنت د لوړو زده کړو د رهبرۍ له استازو سره لیدنه وکړه، چې په ترڅ کې یې د دواړو ملکونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو، علمي هوکړه لیکونو، د تجربو شریکولو او د تحصیلي اړیکو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

دغه راز محترم وزیر صاحب هغوی ته په افغانستان کې د لوړو زده کړو د نويو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه، چې الحمدالله د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د افغانستان د اړتیاوو له مخې د ماسټرۍ او دوکتورا ګڼې برنامې رامنځته شوې دي او عصري علوم د پرمختګ په حال کې دي.

محترم شیخ صاحب د عمان سلطنت له مفتي اعظم شیخ احمد بن حمد الخليلي سره هم لیدنه وکړه. په دې کتنه کې یې د افغانستان د اوسني وضعیت، امنیت او د شریعيت تطبيق په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې الحمدالله افغانستان دا مهال یو خپلواک، امن او باحریت ملک دی، خلک د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په ارامه او خوندي فضا کې ژوند کوي. دغه راز محترم مفتي صاحب هم د افغانستان د پرمختګ او په ځانګړې توګه د افغانستان اسلامي امارت ته دعاګانې وکړې او د ا.ا.ا د ثبات او استقامت هيله يې څرګنده کړه او خوښي يې وښوده چې الحمدالله د ا.ا.ا يو ښه اسلامي نظام دی، بايد ثابت او مستحکم پاتې شي.

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د خپل سفر په جریان کې د عمان له ستر جامع مسجد «سلطان قابوس» څخه هم لیدنه وکړه، چې په یو وخت کې د شاوخوا ۲۰ زره لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري. نوموړي همدارنګه د دغه مملکت له ملي موزیم څخه هم لیدنه وکړه.

محترم وزیر صاحب د یاد سفر پر مهال په عمان سلطنت کې له مېشتو افغانانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او د اړوندو ادارو سره د همغږۍ له لارې یې د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د دغه سفر پر مهال په عمان سلطنت کې د افغانستان سفیر حافظ عمر هم د لوړو زده کړو وزیر ملتیا کوله.

نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق د رجب المرجب ۲۵ مه
۱۴۰۴ هـ.ش د جدي ۲۵ مه
۲۰۲۶ م د جنوري ۱۵ مه

Latest News

No News Found!