د لوړو زده کړو محترم وزیر، د کندهار پوهنتون د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ، د یاد پوهنتون استادانو او محصلانو ته وینا وکړه ...

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، کندهار پوهنتون ته په خپل رسمي سفر

۱۴۰۴ مرغومی ۱۰

د لوړو زده کړو محترم وزیر، د کندهار پوهنتون د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ، د یاد پوهنتون استادانو او محصلانو ته وینا وکړه ...

د لوړو زده کړو محترم وزیر، د کندهار پوهنتون د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ، د یاد پوهنتون استادانو او محصلانو ته وینا وکړه او هم يې په یاد پوهنتون کې یوه مهمه پروژه ګټې اخستنې ته وسپارله

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، کندهار پوهنتون ته په خپل رسمي سفر کې د یاد پوهنتون استادانو او محصلانو ته وینا وکړه او هم يې په یاد پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت، د ٧.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار پوهنتون د انجینري پوهنځي اړوند د محصلینو لپاره د عملي کارو د پارک او د انجنیري پوهنځي د نوي تعمیر د ترمیم پروژه ګټې اخستنې ته وسپارله او ترڅنګ یې د یاد پوهنتون د طب پوهنځي، مستشفی عمر تدریسي روغتون او مرکزي لابراتوار څخه لیدنه وکړه.

دغه راز محترم شیخ صاحب، استادانو او محصلانو ته، د علم، اخلاص، زحمت، وخت د ارزښت، سالم فکر او اسلامي اخلاقو په اړه مهمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ځوانان باید د هېواد د آبادۍ او د نظام د پیاوړتیا لپاره ځانونه علمي او مسلکي وروزي. دغه راز محترم شیخ صاحب د طب پوهنځي استادانو او محصلینو ته د طب د مسلک ارزښت، د ډاکټرانو مقام او د هغوی دروند مسئولیت په ټولنه کې روښانه کړ او ټینګار یې وکړ، چې طب یو انساني او اسلامي رسالت دی چې له ژوند ژغورنې، خدمت او امانتدارۍ سره تړاو لري. همدارنګه یې استادانو او محصلینو ته یو شمېر مهمې لارښوونې وکړې، تر څو خپل علم، اخلاق او عملي مهارتونه لا پیاوړي کړي او د ټولنې د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په اخلاص او ژمنتیا کار وکړي.

وروسته یې د انجنیري پوهنځي اړوند د محصلانو د عملي کارونو پارک او د انجنیري پوهنځي د نوې تعمیر د چارو د بشپړېدو پروژه رسما ګټې اخیستنې ته وسپارل، چې پکې د پوهنتون مشرتابه، مرستیالان، د پوهنځیو رئیسـان او استادان هم حضور درلود.

د پروژې له ګټې اخیستنې وروسته محترم وزیر صاحب د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار له بېلا بېلو څانګو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې محصلانو ته د عملي پروژې وسپارل شي او ټول لازم امکانات د ورته برابر شي، څو وکولای شي د خپل مسلک اړوند محصولات په عملي ډول تولید کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې معیاري عملي کارونه د محصلانو تجربه پیاوړې کوي، د هېواد ځان بسیاینې ته لاره هواروي او د پوهنتون د عوایدو سرچینه هم ګرځي. دغه راز د لابراتوار مسئولینو خپلې اړتیاوې او ستونزې هم شریکې کړې او وزیر صاحب د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

همداراز محترم شیخ صاحب د کندهار پوهنتون له مستشفی عمر تدریسي روغتون له ټولو څانګو څخه د نږدې لیدنه وکړه او هم یې د ناروغانو حال د نژدې واخیست او اړوند مسئولینو ته یې لازمې سپارښتني وکړې، همداراز یې د طب پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته وکړه، د هغوی غوښتني یې له نژدې واورېدې او هم یې اړوند مسئولینو ته په اړوند برخو کي لازمي لارښوونې وکړې.

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۷ هـ.ق د رجب المرجب ۱۰ مه

۱۴۰۴ هـ.ش د جدي ۱۰ مه

۲۰۲۵ م د ډیسمبر ۳۱ مه

Latest News

No News Found!