د ياد لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم خوښي څرګند کړه او ټینګار یې وکړ، چې له
۱۴۰۴ مرغومی ۲

د ياد لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم خوښي څرګند کړه او ټینګار یې وکړ، چې له شته وسایلو څخه بايد پر ځای، معیاري او په مؤثره توګه استفاده وشي. محترم شيخ صاحب همداراز یادونه وکړه، چې د دغه لابراتوار په فعالیدو سره به د هېواد له متخصصو او تکړه ډاکټرانو سره تخنیکي او مسلکي اړیکې پراخې شي، تر څو د زده کړو کیفیت لا لوړ شي.
همداراز د پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیعالله عطاء د لوړو زده کړو وزرات له محترم وزیر څخه د مننې ترڅنګ، د طب پوهنځي د استادانو ځانګړې هڅې وستایلې، چې د یاد لابراتوار د جوړېدو لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
په دغه لابراتوار او نورو فرعي برخو یې شاوخوا ۳۵ ميلونه افغانۍ لګښت راغلی، چې بېلا بېل پرمختللي طبي وسایل، د معایناتو لپاره طبي مواد، میزونه او چوکۍ پکې شاملې دي .
دغه لابراتوار، چې د طب پوهنځي اړوند د طبي ټکنالوژي او مایکرو بیالوژي څانګو لپاره فعال او پرانیستل شو، د مالیکولر بیالوژي، بکتریالوژي، پرازیتولوژي، مایکولوژي او ایمینولوژي نورې فرعي برخې هم پکې شاملې دي، چې د پي سي ار، کلچر، د ډي این انسټرکشن، ای ایم ار او ایل ای زیډ ای او نور هر اړخیز معاینات پکې د اجراء وړ دي.
د یادونې وړ ده، چې لوړو زده کړو وزارت محصلینو لپاره د نظري زدهکړو تر څنګ، عملي او څېړنیزو اسانتیاوو برابروي ته ژمن دی او سږ کال یې هم په زيات شمېر امارتي پوهنتونونو لپاره ګڼ شمېر نوي لابراتوارونه ايجاد او ګټې اخيستنې ته سپارلي دي.
Latest News
No News Found!