د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان صنایعو او معدنونو خونې تر منځ له علمي او تخصصي ظرفیتونو څخه د ګډې ګټې اخیستنې په موخه تفاهم نامه لاسلیک شوه

۱۴۰۴ لیندۍ ۲۴

د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان صنایعو او معدنونو خونې تر منځ له علمي او تخصصي ظرفیتونو څخه د ګډې ګټې اخیستنې په موخه تفاهم نامه لاسلیک شوه


په لوړو زده کړو وزارت کې په همدې مناسبت جوړې شوې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین محترم شیخ ضیاءالرحمن مدني وویل چې ټولې امارتي ادارې د یو نظام تر چتر لاندې فعالیت او یوې موخې لپاره کار کوي او باید له یو بل سره همغږي او همکاري ولري.
علمي معین زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت د ا.ا.ا پالیسیو مطابق د افغانستان پرمختګ لپاره متخصصین روزي او په دې برخه کې د نظام ټولو ادارو ته د با استعداده ځوانانو وړاندې کولو ته ژمن دی.
د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس ډاکټر مفتي اسدالله نجات وویل، چې د لوړو زده کړو وازرت دنده څېړنه، پوهه او نوښتونه رامنځته کول دي او دا هغه وخت ګټور وي، چې دغه پوهه، څېړنه او نوښتونه په تولید بدل شي. 
همدارنګه د صنایعو او معدنونو خونې سلاکار محترم عبدالکریم ملک یار وویل، چې افغانستان مصرفي اقتصاد لري او د صنعتي کېدو لپاره یې د ادارو ترمنځ دغه ډول همکاریو ته اړتیا ده. هغه د ا.ا.ا او په ځانګړي ډول د ریاست الوزراء مقام اقتصادي معاونیت له لوري له خصوصي سکتور سره د همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل چې په یادو چارو کې افغانستان د صنعتي کېدو پر لور ګامونه اخلي.
یاده تفاهم نامه د دواړو لورو د علمي او تخصصي ظرفیتونو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په موخه، د مسلکي او تحصیلي همکاریو د پراختیا، د ظرفیت لوړونې، د محصلینو د کار زده کړې او اسلامي ارزښتونو ته د ژمنو او متخصصو کادرونو وړاندې کولو په برخه کې لاسلیک شو.
د دغې تفاهم نامې له مخې به دواړه خواوې د ګډو علمي څېړنو، د مرکزي او دویمي واحدونو په پروژو کې د محصلینو د کار زده کړې، د ګډو ناستو، سمینارونو، ورکشاپونو، د کارکوونکو ظرفیت لوړونه، د پراختیایي پروژو ډيزاین او د فارغانو ګمارنې او کارموندنې په برخو کې سره همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې یاده تفاهم نامه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني او د افغانستان صنایعو او معدنونو خونې عمومي رئیس الحاج احمد نبي زاده ترمنځ لاسلیک شو.

Latest News

No News Found!