د کلیوالي سیمو پرمختګ داخلي کنفراس د ۷۰ مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

۱۴۰۴ لړم ۲۱

د کلیوالي سیمو پرمختګ داخلي کنفراس د ۷۰ مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

یاد درې ورځنی کنفرانس، چې د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او د غزني پوهنتون په کوبتوب دایر شوی و، د بېلا بېلو پوهنتونونو استادانو له لوري د علمي-څېړنیزو مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.

د دې کنفرانس د پای مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې رئیس دوکتور حمیدالله مزمل په کنفرانس کې د وړاندې شویو مقالو پر څرنګوالي خبرې وکړې او ویې ویل: «له تدریس وروسته د استادانو ستر مسؤلیت علمي څېړنې او هرې ستونزې ته د علمي حلارې وړاندې کول دي، له قدرمنو استادانو مو هیله ده، چې په دې برخه کې خپل مسؤلیت لا په ښه توګه ادا کړي.»

دغه راز د غزني پوهنتون رئیس مولوي عبدالواسع منصور د څېړنو معاونیتونو ایجاد او علمي کنفرانسونو لړۍ پیل په برخو کې د لوړو زده کړو وزارت هڅې وستایلې او دا یې د علمي پرمختګ لپاره یو ستر ګام وباله. 

 

همدارنګه د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي میر نصیر احمد حسیني، د کابل او البیروني پوهنتونونو د څېړنو مرستیالانو هم د کنفرانس عمومي ارزونې، وړاندیزونو او د لا ښه والي په موخه نظرونه وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې د دغه کنفرانس او دې ته ورته نورو کنفرانسونو د څېړنو پایلې د لوړو زده کړو وزارت له لوري اړوندو وزارتونو او ادارو سره د تطبیق په موخه شریکيږي.

نېټه: سه شنبه 

۱۴۴۷هـ.ق د جمادي الأول ۲۰مه

۱۴۰۴هـ.ش، د عقرب ۲۰مه

۲۰۲۵م، د نومبر ۱۱مه

Latest News

No News Found!


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ