۱۴۰۵ زمری ۲۷

د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې جوړې شوې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د کورنيو چارو وزير خليفه سراج الدين حقاني، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد نبي عمري، د خوست ولایت والي مولوي عبدالرحمن حقاني، د خوست علماوو شورا رئیس شيخ الحدیث انور حسین حسیني، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حقاني، د پوهنتون مرستيالانو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و.
د کورنيو چارو وزير خليفه سراج الدین حقاني وویل زموږ ملک د نیمې پېړۍ په اوږدو کې په مختلفو ازمايښتونو کې را ګېر وو، چې لله الحمد نن ورځ په اسلامي نظام کې تر واحد بیرغ لاندې راغلی دی او هڅه به کوو چې خپل وحدت وساتو.
محترم خلیفه صاحب محصلینو ته وویل چې تاسو زموږ لويه سرمايه یئ، نظام پر تاسو خود کفا کېږي او زياته یې کړه: «ګرانو محصلینو! د ملک د ځان بساینې په برخه کې تاسو ته سترګې دي، همت وکړئ او هېڅکه ځانونه پردي ونه ګڼئ، له خپل علم څخه داسې کار واخلئ، چې ملک ته یې کټه ورسېږي او د نورو له احتياج څخه خلاص شو.»
د کورنیو چارو وزیر په محصلینو غږ وکړ، چې په خپله تحصیلي اداره کې د سياسي ډلو او ټپلو څخه په کلکه ځانونه وساتي او زیاته یې کړه چې نورې مغرضې کړۍ کوښښ کوي چې ستاسو افکار یرغمل کړي، تل د خپل علم په پرمختګ باندې فکر وکړئ او ویې ویل چې د اسلامي امارت مشران ستاسو مشکلاتو ته رسيدګي کوي.
همدارنګه د خوست ولایت والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دیني علومو تر څنګ عصري علوم زيات ضروري وبلل او محصلانو ته یې وويل چې افغانستان به ستاسو په واسطه ابادیږي او ورته ویې ویل چې د اسلامي نظام يووالي او استقلال ساتنه وکړئ.
Latest News
No News Found!