د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کندهار ابراهیم النخعي دیني جامعې څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن مدني له یادې جامعې څخه د لیدنې ترڅنګ، د جامعې استادانو او فاضلانو ...

۱۴۰۵ زمری ۱۸

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کندهار ابراهیم النخعي دیني جامعې څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن مدني له یادې جامعې څخه د لیدنې ترڅنګ، د جامعې استادانو او فاضلانو ته د تقوا، د موجوده امنیت او اوسني نظام د ساتلو په اړه هراړخیزه وینا وکړه.

محترم معین صاحب وویل، چې په افغانستان کې اوسنی اسلامي نظام او موجوده امنیت د الله تعالی له طرفه ځانګړي نعمتونه دي، چې باید شکر یې ادا کړو او له دواړو نعمتونو څخه په کلکه ساتنه وکړو.

نوموړي همداراز فاضلانو ته په خطاب کې وویل، چې تاسو ټول باید په خپل رفتار او کردار کې له تقوا څخه کار واخلئ. د هغه په وینا چې د ټولنې خلک تاسو پسې اقتدا کوي نو ستاسو کړنې او کردار باید ستاسو د علم مطابق وي.

له غونډې وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د یادې جامعې له کتابتون او نورو برخو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته يې لازمې توصيې وکړې.

Latest News

No News Found!