لوړو زده کړو وزارت له پرله پسې توصیو او اخطاریو وروسته ۷ خصوصي پوهنتونونه، چې خیالي محصلین یې درلودل ...

لوړو زده کړو وزارت له پرله پسې توصیو او اخطاریو وروسته ۷ خصوصي پوهنتونونه، چې خیالي محصلین یې درلودل او په فساد کې ښکېل وو، د یوه کال لپاره تعلیق او ۲ نور لغوه اعلان کړل.

۱۴۰۵ زمری ۱۸

لوړو زده کړو وزارت له پرله پسې توصیو او اخطاریو وروسته ۷ خصوصي پوهنتونونه، چې خیالي محصلین یې درلودل  ...

لوړو زده کړو وزارت د ملک د تحصیلي نظام د تنظیموونکې، رهبري کوونکې او څارونکې ادارې په توګه د پوهنتونونو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه فعالیت کوي. دغه وزارت دنده لري چې په دوامدار ډول د امارتي او خصوصي پوهنتونونو څارنه او ارزونه وکړي، چې د ۱۴۰۵لمریز کال پسرلني سمستر کې د افغانستان د ټولو پوهنتونونو څخه څارنه او اروزنه وشوه، چې له جملې څخه یې د ۹ خصوصي پوهنتونونو ستونزې ډېرې جدي وې او څو ځله توصيې او اخطاریې هم ورکړل شوې وې خو بیا هم اصلاحات پکې رانغلل؛ راپور یې د لوړو زده کړو وزارت له رهبري شورا سره شریک شو، د یادې شورا له لوري هیئت ورته وټاکل شو ترڅو ستونزې د ښه تثبیت په موخه بیا وڅېړي، چې بالاخره مؤظف هیئت د راپورونو له تحلیل وروسته د خپلو کړنو او د یادو پوهنتونونو د تعلیق او لغوې راپور د یاد وزارت رهبري شورا ته وړاندې او د شورا له لوري تائید شو. 
په دې لړ کې یې برلاس په جوزجان، راه سعادت او ترکستان په بلخ، ازهر او برنا په بدخشان، رشاد په فاریاب او پیام په کابل کې د یوه کال لپاره تعلیق او همدا راز کهندژ په کندز او خانه دانش په تخار کې، چې لاندې مشخصې او مشترکې ستونزې او سرغړونې پکې په نښه شوې وې، لغوه اعلان کړل. 
1.    د رهبري او اداري هیئت نه درلودل لکه: د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال ، د پوهنځیو رئیسان او دې ته ورته نورو مهمو برخو مسؤلین.
2.    د خیالي محصلینو درلودل لکه: د مهالوېش مطابق یې صنف او درس درلود اما په درسي ټولګیو کې یو تن محصل هم شتون نه درلود.
3.    صنفي حاضریانې د سمستر له شروع څخه تر لسمې اونۍ پورې نه وې اخیستل شوې.
4.    داسې محصلینو شتون درلود چې د سمستر په جریان کې درسونو ته نه وو حاضر شوي او د حاضرۍ له مخې محروم شوي وو اما نهایي ازموینو ته شامل شوي وو، د کامیابۍ نمرې ورکړل شوې وې او لوړ سمستر ته ارتقاء ورکول شوې وه.
5.    د محصلینو د عملي کارونو لپاره یې لابراتوارونه، تجهیزات، وسائل او مواد نه درلودل.
6.    د وزارت له لوري د تایید شوي نصاب نه تدریسول.
7.    دا چې د طب پوهنځي اکثریت زده کړي عملي دي او باید په روغتون کې ترسره شي خو د مشاهدې په ورځ روغتون کې یو محصل هم شتون نه درلود.
د یادونې وړ ده هغه پوهنتونونه چې د فعالیت جوازونو یې لغوه شول د ذکر شویو ستونزو سربېره يې په صنفي حاضریو کې د جعل ستونزه هم موجوده وه، اکثریت هغه محصلین چې د سمستر په جریان کې روزمره درسونو ته نه وو حاضر شوي او محروم وو، په تبدیل شویو حاضریانو کې حاضر شمېرل شوي وو.

Latest News

No News Found!