د لوړو زده کړو وزیر هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د هلمند پوهنتون مسؤولینو او استادانو ته وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شيخ الحديث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یاد پوهنتون د غونډو په تالار کې دهلمند پوهنتون مسوولينو ته وویل چې په دې وروستيو کې په هلمند پوهنتون ...

۱۴۰۴ لړم ۵

د لوړو زده کړو وزیر هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د هلمند پوهنتون مسؤولینو او استادانو ته وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شيخ الحديث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یاد پوهنتون د غونډو په تالار کې دهلمند پوهنتون مسوولينو ته وویل چې په دې وروستيو کې په هلمند پوهنتون کې څرګند بدلونونه رامنځته شوي او د پوهنتون د مسؤلینو د هڅو او کارونو څخه يې خوښي څرګنده کړه.
محترم شيخ صاحب په خپلو خبرو کې وویل: د ا.ا.ا په خپلو ټولو تعهداتو کې ژمن دی او کړې وعدې یې په عملي توګه تطبیق کړي دي، په ځانګړي توګه په علمي برخه کې شوې ژمنې عملي شوې دي.

محترم شيخ صاحب زیاته کړه چې ډېر ژر به د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو (ماسټرۍ او دوکتورا) پر شته برنامو سربېره، نورې نوې برنامې هم ایجاد شي، چې په دې سره به د علمي ارتقا په برخه کې خودکفاء شو.

محترم شيخ صاحب په خپلو خبرو کې وويل دغه وزارت توانيدلی چې د افغانستان د علماء کرامو او د پوهنتونونو استادانو په ملاتړ د اسلامي او افغاني دود سره سم درسي مواد او تحصيلي سيستم لا معياري او د بازار د غوښتنو سره سم پياوړی کړي او له استادانو يې و غوښتل چې د افغانستان د ځوانانو په غوره روزنه کې لا هڅې او خدمتونو ته دوام ورکړي.

هېره د نه وي چې د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي محمد شریف الله ابو احمد هلمند پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزیر سفر څخه خوښي وښوده او نوموړي ته يې ښه راغلاست او هر کلی ووايه.

Latest News

No News Found!


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ