د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب په مشرۍ یاده دوه ورځنۍ رهبري شورا، ...
۱۴۰۵ زمری ۱۷

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب په مشرۍ یاده دوه ورځنۍ رهبري شورا، د وزارت معين صاحبانو، مرکزي ادارو، دیني جامعاتو او تخصصاتو، مرکزي او ټولو ولايتي امارتي پوهنتونونو رئيس صاحبانو په ګډون سره پای ته ورسېده.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب دغه شورا مهمه وبلله او ویې ویل چې په دې ډول شورا کې خیر او برکت نغښتی دی، د علمي چارو پرمختګ لپاره مهمه ده، ځکه ټول مسؤلین له یو بل سره خپلې تجربې او نظریات شریکوي، په اړوندو برخو له نیږدې او مستقیم ډول بحثونه کوي، ستونزې شریکوي او د حل لارې ورته پیداکوي.
دغه راز محترم شیخ صاحب وویل چې هر مسئول باید د خپل مسئولیت، د پوهنتون رسالت او د محصل د ارزښت په اړه بشپړه پوهه او علم ولري او د پوهنتونونو تقویې لپاره لا هڅې وکړي او زیاته یې کړه: «پوهنتونونه هغه علمي مرکزونه دي، چې د ملک د پرمختګ او د نظام پیاوړتیا لپاره په زراعت، طب، انجینري، اقتصاد او نورو برخو کې مسلکي کادرونه روزي.»
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر وویل چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته لوړو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه شوې او هڅه روانه ده چې پوهنتونونه متخصص، مسلکي، دینداره، په سالمه عقیده، نبوي سیرت او صورت، اخلاقو او ارزښتونو سمبال ځوانان وروزي.
محترم شیخ صاحب په خپلو خبرو کې د محصلینو پر عملي زده کړو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې محصلین باید تر فراغت وروسته په عملي ډګر کې کار وکولی شي او د ملک اړتیاوې پوره کړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني د علم پر ارزښت او په عمل کې اخلاص او همدا راز مالي او اداري معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د بیت المال پر ساتنې او سمې کارونې خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت په یاده ځانګړې رهبري شورا کې د وردګ پوهنتون کنفرانس لپاره د مقالو کره کتنې، ځوانانو لپاره د کارموندنې لارې چارې، د محصلانو ځانګړو مشکلاتو او ګواښونو حل لارو، له بهرنیو بورسونو څخه بېرته راګرځېدو په صورت کې د استادانو علمي مکلفیت، د پوهنتونونو او اداري کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د بست او حقونو په ساتلو سره، هر کال لږ تر لږه دوه د ماستري او دوکتورا بورسونو ځانګړي کولو، استادانو ته د نړیوالو علمي ډیټابېسونو او علمي مجلو د لاسرسي زمینې برابرولو د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د پاتې (نا اجرا) پروژو د تطبیق ستونزو په اړه، افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو محصلانو د پاتې تحصیلي چارو بشپړولو، د استادانو د علمي ترفیعاتو لپاره د واحد برېښنایي سیستم رامنځ ته کولو، د علمي کادر غړو ته د څېړنو په برخه کې د وزارت لخوا ورکشاپ وړاندې کولو، د دیني جامعات فاضلانو لپاره د علمي سیر زمینې برابرولو، د علمي تحقیقاتو د تنظیم، پرمختګ او معیاري کول، د شپنیو برنامو فیس کې د توپیر رامنځ ته کولو، دیني جامعاتو ته د ملکیت په توګه د زیربناوو ورکولو، د عمومي رخصتیو ورځو کې د استاذانو د حضور او غیاب په اړه، په پوهنتونونو کې د حفظه الصحه پاکو اوبو او فاضله اوبو د تصفیې ستونزو په اړه، د لابراتور امریت او له هغې سره د اړوندو مدیریتونو بستونو د رامنځ ته کولو، په هغو څانګو کې د ماسټري او دوکتورا برنامو رامنځ ته کولو په اړه، چې لا هم پکې یادې برنامې نشته او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت هر کال اړتیا ته په کتو د مرکزي ریاستونو، امارتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو تر منځ دا ډول ځانګړې رهبري شورا دایروي چې دا ځل په کندهار پوهنتون کې د دوو ورځو لپاره چې د تېرې سې شنبې په ورځ پيل شوې وه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېده.
Latest News
No News Found!