د لوړو زده کړو وزیر د پروان پوهنتون داخلي کنفرانس په څنډه کې د امارتي پوهنتونونو له علمي او څېړنو معاونینو سره د همغږۍ ناسته وکړه

۱۴۰۴ تله ۲۸

د لوړو زده کړو وزیر د پروان پوهنتون داخلي کنفرانس په څنډه کې د امارتي پوهنتونونو له علمي او څېړنو معاونینو سره د همغږۍ ناسته وکړه

 

د لوړو زده کړو وزیر د پروان پوهنتون له لوري «د افغانستان په وده او پراختیا کې د معیاري تحصیلي نصاب ونډه» داخلي کنفرانس په څنډه کې د امارتي پوهنتونونو د علمي او څېړنو معاونینو سره د همغږۍ، ستونزو او وړاندیزونو شریکولو ناسته کې په پوهنتونونو کې د څېړنو پراختیا او معیاري کولو په اړه خبرې وکړې.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب یادو معاونینو ته وویل چې تاسو ته په پوهنتونونو کې تر ټولو مهمه او کلیدي دنده سپارل شوې، په ډېر دقت یې باید ترسره کړئ، د استادانو څېړنې په مسلکي ډول وګورئ او په ادبي سرقت شویو اثارو ترفیعات ورنکړئ.

محترم شیخ صاحب د لابراتوارونو پر تجهیز او په علمي څېړنو کې پر نوښتونو ټینګار وکړ او ویې ویل: «نوښتګر محصلین تشویق او ملاتړ یې وکړئ، استادانو او محصلینو ته د معیاري څېړنو زمینه برابره کړئ.»

دغه راز په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې دلته لسیزو اشغال پوهنتونونه تر خپل سیوري لاندې راوستلي وو او اشغالګرو د تحصیلي نصاب له لارې خپلې برنامې پلې کولې، چې موږ یې باید د اصلاح لپاره شپه او ورځ کار وکړو.

وروسته د امارتي پوهنتونونو علمي او څېړنو معاونینو خپلې ستونزې، لاسته راوړنې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو له وزیر سره شریک کړل.

Latest News

No News Found!


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ