په بلخ پوهنتون کې د ۵۵۳ زره افغانيو په لګښت مجهز کانټين جوړ شو
د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاټر، بلخ پوهنتون کې د ۵۵۳ زره افغانيو په لګښت، یو معیاري او مجهز کانټین جوړ او د محصلانو او
۱۴۰۵ غبرگولی ۳

د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاټر، بلخ پوهنتون کې د ۵۵۳ زره افغانيو په لګښت، یو معیاري او مجهز کانټین جوړ او د محصلانو او منسوبينو د استفادې لپاره چمتو شو.
د یاد پوهنتون مسؤلينو په وینا چې د دغه کانټين په جوړېدو سره به د پوهنتون مسؤلینو او منسوبینو ته د خوراکي توکو او نورو اړینو موادو رانیولو په برخه کې اسانتیا رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې بلخ پوهنتون په دې وروستیو کې محصلانو لپاره د یو منظم او سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ګڼې رغنیزې او تنظیفي چارې هم ترسره کړې دي.
Latest News
No News Found!