له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه په ۱۴۰۴هـ.ش کال کې د لېسانس او ماسټري په کچه څه باندې ۱۰۰۰ کسه انجنیران فارغ شول

۱۴۰۴ مرغومی ۲۰

له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه په ۱۴۰۴هـ.ش کال کې د لېسانس او ماسټري په کچه څه باندې ۱۰۰۰ کسه انجنیران فارغ شول

 

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړې شوې فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو او عدلیې محترمو وزیر صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، فارغو محصلانو، د هغوی د کورنۍ غړو او سلګونه مېلمنو ګډون کړی و. 
په یاده فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب فارغو شویو محصلینو ته وویل چې د فراغت سند تاسو ته د یوه عادي کاغذ په حیث نه درکول کېږي، بلکې دا یو ستر امانت دی چې تاسو تر دې وروسته د خپل نظام، ټولنې او کورنۍ پر وړاندې ستر مسؤلیتونه لرئ. 
محترم شیخ صاحب محصلینو ته وویل چې له خپلې څانګې سره سم کار وکړي او کوم محصلین چې امکانات لري، په فوق لېسانس برنامو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې مو ډېرې د فوق لېسانس برنامې ایجاد کړي او دغه لړۍ دوام لري.  
دغه راز د لوړو زده کړو محترم وزیر وویل چې زموږ هڅه دا ده او د پوهنتونونو مسؤلینو ته مو سپارښتنه کړې، چې پوهنتونونه له نظري حالت څخه راوباسي، محصلینو ته په لابراتوارونو او عملي ساحو کې د عملي زده کړو زمینه برابره کړي.
همدارنګه د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي فارغو شویو انجنیرانو ته وویل چې تاسو د دې ملک سرمایه یاست، په ملک کې د هر ډول خدمت زمینه درته برابره ده او دا ټولنه، کورنۍ او نظام پر تاسو د خدمت حق لري. 
د عدلیې محترم وزیر صاحب فارغو شویو انجنیرانو ته وویل چې په ښه نیت، اخلاص او شفاف ډول د خپل مسلک له لارې په امانتدارۍ خدمت وکړي. 
د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون ۸ پوهنځیو له لېسانس برنامو څخه ۷۵۷ او ماسټري برنامو څخه ۲۵۱ تنه انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. 
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د رجب المرجب ۲۰مه
۱۴۰۴هـ.ش، د جدي ۲۰مه
۲۰۲۶م، د جنوري ۱۰مه

Latest News

No News Found!