هرات پوهنتون کې د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پروژو چارې پیل شوې
۱۴۰۴ لیندۍ ۱۰

په دې پروژو کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي جوړول او تجهیز، د پوهنتون د محوطې جوړول او منظمول او د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د درملتون ودانۍ جوړول شامل دي، چې د هرات پوهنتون رهبرۍ او مسؤلینو له لوري یې د جوړېدو چارې رسماً پیل شوې.
د دې پروژو په پلي کولو سره به د هرات پوهنتون د اړتیاوو لویه برخه پوره شي او ډاډ یې څرګند کړ، چې د ټولو برخو کیفیت او معیار ساتلو ته به جدي توجه کوي.
د یادو پروژو په پلي کولو ۸۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.
Latest News
No News Found!