عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لوړو زده کړو وزیر، د وزارت معینان، مرکزي رئیسان ...

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لوړو زده کړو وزیر، د وزارت معینان، مرکزي رئیسان، د دیني جامعاتو او ټولو امارتي پوهنتونونو رئیسان، خپل حضور ته ومنل او لازمې توصيې او هدايات يې ورته وکړل.

۱۴۰۵ زمری ۱۷

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د  لوړو زده کړو وزیر، د وزارت معینان، مرکزي رئیسان ...

مجلس د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مهمې توصیې، لازمي سپارښتنې او وینا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو ته په خطاب کې وویل: تاسو ته الله جل جلاله د خیر اراده کړې ده، چې علم یې درکړی دی؛ نو تاسو ته چې الله پاک اراده د خیر کړې ده، فقاهت في الدین یې درکړی دی، دا ډېر غوره او بهتر مقام دی، مؤمنان چې دي؛ ټول الله پاک ته مکرم او معظم دي او په مؤمنانو کې بیا الله تعالی علماء کرامو ته یو خاص مقام ورکړی دی، په ځمکه کې يې علماء کرام تر انبياء علیهم السلام وروسته خپل نائبان مقرر کړي دي او د انبياؤو علیهم السلام ورثه دي، چې تر انبياء علیهم السلام وروسته یې وظيفه دوی ته سپارلې ده، د انسانانو د اصلاح مقام، الله پاک علماء کرامو ته ورکړی دی، چې انسانان اصلاح او جوړ کړي، انسانانو ته انسانیت وروښيي او د انسانیت په لار یې روان کړي؛ ځکه الله پاک انسان ډېر قدرمن او مکرم پیدا کړی دی.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: الله پاک علماء کرامو ته دروند مسؤولیت ورکړی دی، کوم مقام یې چې ورکړی دی همدومره يې مسؤولیت هم زیات دی؛ الله پاک چې دا دین تر دغه وخته ساتلی او تر انبياؤو علیهم السلام وروسته یې په دغه علماؤو ساتلی دی؛ هر کله چې چا د دین خلاف حرکت کړی، علماء کرام یې مقابلې ته راوتلي دي او د دین د حفاظت لپاره یې قدم پورته کړی دی، د دین او د عقیدې ساتنه له انبياء کرامو علیهم السلام وروسته علماوو کړې ده او دا د علماوو مسؤولیت دی چې ساتنه به يې کوي.

جناب عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی وويل: علماء کرام به خلکو ته دین بیانوي په شريعت به يې پوهوي او امیران به اجراآت کوي؛ که د علماوو نصيحت او ديني پوهاوی او د حکومت سیاست دواړه په سمه روان وو، بیا به ټول خلک اصلاح وي، بیا به په خلکو کې فساد نه راځي.
هغه جناب وویل: علماء کرام په جامعه کې د زړونو حيثیت لري، نو زړه چې اصلاح شي، نور اندامونه ټول اصلاح کېږي او امیران هم  په خلکو کې د زړه حیثیت لري، چې هغه اصلاح شي نو ټول خلک اصلاح کیږي.
عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی همداراز وفرمایل: أمراء او مجاهدین او علماء کرام، دغه دوه جماعته چې پر دین ځانونه قربانوي، الله تعالی د خلکو د اصلاح لپاره معلوم کړي دي، که دغه کسان په صحیح مسیر وي، نو ټول خلک به پسې روان وي، ځکه خلک په دغه دوو جماعتونو پسې اقتدا کوي، نو ټول بايد خپل مسؤولیت په سمه توګه ترسره کړي، نن الله پاک د دیني خدمت ښه زمینه برابره کړی ده او وروسته له زیاتو کلونو، زیاتو ستونزو او زحمتونو څخه یو اسلامي شرعي نظام الله پاک پر دغه ځمکه (افغانستان) حاکم کړ او افغانانو ته الله پاک دا کامیابي ورپه برخه کړه.
عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی مسؤولينو ته په خطاب کې وويل: ګورئ چې اوس غفلت درڅخه ونه شي، د دې نظام د استحکام لپاره کار وکړئ، هغه څه چې د حکومت استحکام پرې راځي، هغه اطاعت دی، اتفاق دی او وحدت دي، چې علماء کرام دې هم د ځان او هم د امت لپاره په دې برخه کې هڅې وکړی. علماء کرام دې لومړی اطاعت په خپلو ځانونو عملي کړي، ځکه خلک علماء کرامو ته ګوري هر څه له دوی زده کوي.
عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی په ځانګړي توګه د پوهنتونونو مسوؤلينو ته په خطاب کې وويل: تاسو د پوهنتونونو رئیسان، مشران او استاذان يو خاص مسؤوليت لرئ، ستاسو په لاس کې يو خاصه طبقه خلک دي، چې هغه د پوهنتونونو محصلين دي، چې هغه به په مستقبل کې د حکومت اجراآتو ته راوځي، هغه به د حکومت اجرائيه کارونه سرته رسوي، يا به ډاکتران وي، یا به انجنیران وي، يا به په نورو برخو کې بوخت وي او نور اجرائيه کارونه او د خلکو خدمتونه به کوي.
عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلي وینا په آخر کې مسؤلينو ته په خطاب کې وويل: الله پاک تاسو دا درانه خدمت ته درولي ياست، د محصلينو سره زحمت وګالئ، الله تعالی دي توفيق درکړي، لوی مسؤوليت در په غاړه دی، د خلکو ټول اميد تاسو ته دی ، د پوهنتونونو مسؤولين ډېر کوښښ وکړئ چې محصلين په هر اړخيزه توګه وروزئ او جدي توجه ورته وکړئ، په ديني علم کې پوره پوهاوي ورکړئ.
په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د کړنو او لاسته راوړنو تر شريکولو وروسته، ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام په حاکمیت کې به پوره کوښښ کوي.
مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېدی.

نېټه: ۱۴۴۸/الصفر/۲۴

Latest News

No News Found!