د لوړو زده کړو وزیر په فراه پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر پروژو پرانیستې تر څنګ په دغه پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزیر فراه ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په فراه پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت درې پروژې پرانیستې او یوې سترې غونډې ته یې وینا وکړه.

۱۴۰۴ لړم ۷

د لوړو زده کړو وزیر په فراه پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر پروژو پرانیستې تر څنګ په دغه پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو وزیر فراه ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په فراه پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت درې پروژې پرانیستې او یوې سترې غونډې ته یې وینا وکړه.

په فراه پوهنتون کې جوړه شوې غونډه کې د فراه ولایت والي، د استخباراتو رئیس، د علماء شورا رئیس او غړو، د جهادي مدرسې رئیس، د ولایتي ادارې رئیسانو، د فراه پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په دغه غونډه کې محصلینو ته د ارزښتمنو توصیو او لارښوونو تر څنګ، د تحصیل او محصل اهمیت، د محصل مکلفیتونه او دښمن پېژندنې موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

محترم شیخ صاحب په خپلو خبرو کې د علم پر ارزښت ټينګار وکړ او ویې ویل: «د دنيا او اخرت کامیابي په علم او تحصیل پورې تړلې ده.

دغه راز د لوړو زده کړو وزیر محصلینو ته وویل چې تحصیلي سیستم، امکانات، استادان، رئیس صاحبان وزارت او موږ ټول ستاسو په خدمت کې یو او هغوی ته په خطاب کې یې وویل چې ستاسو عمر او ځواني ډېره مهمه ده او ترې ویې غوښتل چې خپل وخت ته ارزښت ورکړي، زیار وباسي.

محترم شیخ صاحب په خپلو خبرو کې محصلینو ته سپارښتنه وکړه چې د ځيرک مبایلونو له کارولو ډډه وکړي او ورته ویې ویل چې دغه مبایلونه مو وخت ضایع کوي، د مطالعې وخت مو نیسي، اخلاق او عقیده مو خرابوي او ترې ویې غوښتل چې دیني مسایل له انټرنټ څخه زده نکړي.

همدا راز محترم شيخ صاحب محصلينو ته زياته کړه چې خپل دښمن او د هغوی دسیسې وپېژني او ورته ویې ویل چې د دنیا کفار او د اسلام دښمنان په دې هڅه کې دي چې تاسو په خپل دین او عقیده بې باوره کړي او د دې لپاره یې مختلفې برنامې او دسیسي جوړې کړي دي.

محترم شیخ صاحب د خپلو خبرو پر دوام وویل چې د مسلمان د ایمان نښه داده چې د الله تعالی له دښمن سره دښمني وکړي، د کفارو له عاداتو، اخلاقو، عقیدې او ظاهري شکل څخه ځان وساتي.

وروسته د لوړو زده کړو وزیر د فراه پوهنتون مسؤلینو په ملتیا په دغه پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنتون د احاطوي دېوال لومړۍ او دویمه برخه، څېړنیز فارم او ویالو پروژې پرانیستې.

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزیر د یاد سفر پر مهال د فراه پوهنتون له رهبري شورا کې ګډون وکړ او د یاد پوهنتون مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه یې هم واورېدل. 
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د جمادی الاول ۶مه
۱۴۰۴هـ.ش، د عقرب ۶مه
۲۰۲۵م، د اکتوبر ۲۸مه

Latest News

No News Found!


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ